تاند- د استرالیا د مهاجرت ادارې بې پامه په یوه لېږلي برېښنالیک کې د نړۍ د ۳۱ مشرانو پټ معلومات افشا کړل.
دغو مشرانو د شلو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې، چې په استرالیا کې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د استرالیا د مهاجرت ادارې سهواً یو ایمیل خنورو ادارو ته لېږلی چې په هغه کې د ۳۱ مهمو مشرانو شخصي معلومات لکه د هغوی د زوکړې نېټه، ملیت، د پاسپورټ شمېره، د وېزې جزییات او نور پټ معلومات شامل دي.
په دغو ۳۱ مشرانو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل، د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې، د هند لومړی وزیر نندرا مودي او د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون شامل دي.
د استرالیا چارواکو د دغو معلوماتو افشا یوه انساني تېروتنه بللې ده.