لیکوال: قلندرزی –
که څه هم د هیوادونو په داخلي او خارجي سیاستونو باندي د پوهیدو لپاره د حقوقو په پوهنځۍ کي د ډیپلوماسي یوه علمي څانګه بیله سوې ده او په هغه د پوهیدو لپاره د حقوقو پوهنځی لوستل ضروري دی. ماسټري هم پکښي کیږي.
په داسي حساسو موضوعاتو کي ډیری عام خلګ شاید خبره هم ونه سي کولای خو د علومو ټولي څانګي ځني عمده او سطحي برخي لري چي په هکله یې د پوهیدلو لپاره د هم هغه څانګي متخصص کیدل اړین نه دي. لکه حفظ الصحه او ځینو طبي ټوټکو باندي پوهیدل د یو چا څخه ډاکټر یا طبیب نه جوړوي او د عملي کولو لپاره یې هم ډاکټر یا طبیب کیدل ضروري نه دي. خپله ډاکټران او طبیبان عام خلګ تشویقوي چي په دې شیانو پوه سي څو په لمړي سر کي د مرض یا صحي حادثې پیښیدو ته زمینه برابره نه سي.
د دولتونو د سیاستونو او ډیپلوماسي په هکله هم ځیني اساسي پوهاوی سته چي باید د ولس هر فرد ځان په پوه کړي چي و دې ته د حکومتداري په هکله عامه پوهاوی یا ولسي شعور ویل کیږي. هغه سیاسي رهبران چي د خپل ولس د سیاسي پوهاوي لپاره کار کوي، هغه په ولس کي زیات وفاداره ملګري پیدا کوي، د مړیني وروسته هم دوئ او ددوئ نظریات د خلګو لخوا نه هیریږي او کله خو په دې هم وتوانیږي چي په ټولنه کي ستر انقلابونه راولي.
دا چي موږ په خبرونو کي وینو یا اورو چي په فلاني ځای چي په زرهاو خلګو د خپل دولت د کومي پریکړي پر ضد مظاهره کړې ده یا د کومي کارخانې مامورینو د اړوندي کارخانې د مشرتابه د کومي پریکړي پر ضد احتساب کړئ دئ، دا ټوله پیښي ځکه را مینځ ته کیږي چي ددوئ د عامه پوهاوي په اساس اړوند دولت یا د اړوندي فابریکې مشرتابه داسي یوه پریکړه کړې ده چي د اړوند هیواد یا د اړوندي کارخانې د کارکونکو د حقوقو یا روا ګټو په عمومي زیان تمامیږي. د هیوادونو سیاسي مشرتابه ټولي هغه دولتي پریکړي چي د نوموړي هیواد د ولس په عمومي زیان تمامیږي یا د ولسي حقوقو د پایمالولو سبب کیږي یا د ولس د مشترکو ارزښتونو او عقایدو سره په ټکر کي راځي هغه مخکي له مخکي سنجوي او د ستر ملي خیانت په زمره کي یې راولي چي عاملین یې عموماً د اعدام په سزا محکوم کیږي. هیوادونه خپلو محاکمو او څارنوالیو ته سر اختیارات ورکوي او دا هڅه کیږي چي قابل ترین اشخاص په دې ادارو کي او د هغوئ په رأس کي وټاکل سي، ددې لپاره چي د ملي خیانت عاملین که هر څومره لوړ او باقدرته وي، د خپل عمل په سزا ورسیږي.
دا په دې خاطر چي هر هغه انسان چي نبي یا پیغمبر نه دئ د ګناه یا جرم د ارتکاب توقع ځني کیدای سي، ځکه نو په پټو سترګو باور نه سي پر کیدلای. د نړۍ ټول ولسونه د خپل ټولنیز ژوند د تامین او بقاء لپاره د خپلوچارواکو په شمول ټولو افرادو و اختیاراتو ته حدود ټاکي.
دا حدود د ولس هر فرد ته د ولس د هر ټولنیز واحد یعني کورنۍ لخوا د خپل ژوند په ډیره لمړنۍ برخه کي ورپیژندل کیږي. یوه مسلمانه کورنۍ ددې له مخه چي خپل ماشوم مکتب ته واستوي د اسلام د بنسټیزو عقایدو او ارزښتونو سره د مینه لرلو درس ورکوي او ورته وایي چي هیڅوک په هیڅ صورت دا ارزښتونه د پایمالولو حق نه لري.
پښتانه خپل ماشوم ته د ماشومتوب په ډیره ابتدایي برخه کي د غیرت، میړاني، ناموس ته ددرناوي او مشرانو ته د احترام درس ورکوي. کله چي کوم پښتون زلمی داسي عمل یا خبره وکړي چي د پښتونولي د اساسي ارزښتونو سره د ده نابلدتیا وښیي نو ټوله قوم د ده مور او پلار ته پیغور ورکوي او هغوئ سپک ګڼي چي ولي یې خپل زوی یا لور ته پښتونولي نه ده ورښولې، که د پښتنو یو مشر په خپل عمل او وینا کي پښتني ارزښتونه مدنظر ونه ساتي نو ټوله قوم ته یې دایمي پیغور پاتیږي. د افغانستان د پخواني ولس مشر لخوا د امریکا سره د ستراتیژک تړون نه امضاء کول د همدې خبري یو ژوندی مثال بللای سو.
د قومونو مشران، مذهبي رهبران، دولتي چارواکي د خپلو کړنو او ویناوو په مهال ډیره هڅه کوي چي د خپل ولس مشترک حقوق، ارزښتونه او ګټي ونه ګواښي. که یو چارواکئ داسي کار وکړي چي هغه د ولس مشترکو حقوقو او ارزښتونو ته ګواښ متوجه کړي نو کیدای سي چي عسکر د قومندان پر ضد او ولس د خپل پاچا پر ضد راوپاروي. دا اعتدال هغه مهال ګډوډیږي، کله چي ولس خپله د خپلو مشترکو ارزښتونو، عقایدو، ملي حقوقو او ګټو په هکله مغشوش سي او په دې هکله د نظر یووالئ د لاسه ورکړي او یا پر دولتي دستګاه باندي خارجي اثرورسوخ د ولس پر اثرورسوخ باندي غالب سي.
په داسي حالاتو کي د یو لړ کاذبو ارزښتونو د خپلولو په سبب د ولس ځیني برخي د خپلي عمومي کتلې سره په نظریاتي اختلاف کي لویږي، او دا فکري اقلیتونه په اکثریت باندي د خپلو کاذبو ارزښتونو د تپلو او د خپل اقتدار د بقاءلپاره خارجي دولتونو ته د کومک لاسونه ور اوږده کړي. خارجي دولتونه ددوئ سره مرسته کوي چي دهیواد واک په خپل لاس کي واخلي او په مقابل کي ددوئ څخه په خپل هیواد کي داسي امتیازات غواړي چي خارجیانو ته د هغه ورکول د ملي خیانت په زمره کي راځي. که څه هم په داسي شرایطو کي دولس ځیني خواخوږي پر ولس د راویښیدلو ږغ کوي خو د پیړیو او لسیزوغفلت په میاشتو او کلونو کي نه جبرانیږي.
د یوه نسل د ژوند په اندازه وخت ته اړتیا سته چي ولسونو ته ددوئ هیر کړل سوي ارزښتونه بیرته ورپه زړه کړو او د هغوئ د ساتني اخلاقي جرأت ددوئ د ځوانانو او سپینږرو په زړونو او دماغونو کي پیدا کړو. نتیجتاً ولس په داخلي اختلاف کي لویږي،خلګ خپل هیواد، کلي او کورونه پریښودلو ته اړ کیږي، داخلي جګړې او کرکي زیاتیږي، لوڼي او زامن یې د نورو ولسونو مینځي او مریان ګرځي او هیواد یې په کنډواله او د نورو ولسونو د ګټو د جګړې په ډګر بدلیږي. که په خلص ډول ووایو، د یوه ولس عقیدوي او ملي ارزښتونه هغه څه دي چي په بیه کي د هغه ولس د عام فرد څخه نیولې بیا د هغه د سرخیل پوري د هر یوه تر سر او وینو څخه زیاته بیه لري، نوي نسل ته د هغه انتقالول او د هغوئ په قدر پوهول، د دې ارزښتونو قدر لرونکو ته رهبري او دولتي چارو سپارل او په هکله یې لازمه قانون سازي کول د ولس لپاره د ټولنیز ژوند او ټولنیز مرګ حیثیت لري. که په دې لاره کي که نن یو څوک د خپلي ویني یوه څاڅکه سپموي، بله ورځ به د خپل ټول ژوند په ورکولو هم دا سپما نه سي جبرانولای.