تاند- په بریتانیا که د ښکلا او څېرې متخصص ډاکتر کریس سایمن د کمپیوټر په وسیله د دغه هیواد د خلکو په نظر تر ټولو د ښکلې نجلۍ او تر ټولو ښکلي هلک څېرې جوړې کړي دي.
ده دا څېرې د کمپیوټر د (EFIT-V PhotoFit) پروګرام په وسیله جوړې کړي دي. په دې پروګرام پولیس د مجرمانو څېرې جوړوي.
ډاکتر سایمن د مختلفو څېرو له جوړولو وروسته له ۱۰۰ کسانو څخه پوښتنې کړي چې پر اساس یې دا دوې (عکس) د ټولو لپاره ایډیل څېرې وې.
سایمن وايي چې دا څېرې د بریتانیا د ډېرو خلکو لپاره ښکلي ښکاري ممکن په یوه بل هیواد کې بل ډول څېره ایډیل وي.
د ده په وینا په څېړنه کې ورته جوته شوه چې د ښکلا په اړه د نارینه او ښځو په معیار کې توپیر شته.