لومړی: د ناول لوستلو تر ټولو لویه ګټه دا ده، چې موږ د نورو په ژوند کې شریکوي، د نورو له تجربو څخه مو خبروي، چې د انسان د ژوند تر ټولو لویه ازرو همدا وې، چې د نورو په ژوند کې ورګډ شي.

مثلاً یو څوک په ټول ژوند کې یو او یا څو ناولونه لیکي، په دې ناولونو کې د خپل ژوند ټولې تجربې، خوږې او تریخې پېښې، ستونزې او د ژوند د مختلفو اړخونو انځورونه بیانوي، حالاتو او شرایطو ته په کتلو سره مو له خپل درست او نا درست تصمیمونو څخه خبروي، اوس نو دا هر څه موږ ته فرصت په لاس را کوي، چې د دوی له تجربو څخه زده وکړو، چې په دې سره نو دا توان پیدا کوو چې، په خپل ژوند کې د لږو اشتبهاتو مرتکب شوو.

ژوند کول انسان ته یوازې یو ځل په برخه کېږي نو ځکه هېڅوک دوهم ځل د ژوند کولو چانس نلري، چې خپل کړي اشتهبات په ژوند کې بیا تکرار نه کړي.

که بیا ژوندی شو، نو کامیابه به یم

لومړي ژوندون وو تجربه مې نه وه

ډاکتر اسرار

د ناول لوستلو بله فایده دا ده، چې انسان له مطالعې کولو سره عادت کوي، په لوستلو متعاد کېږي او مطالعه ورته د ژوند ډېره مهمه برخه ګرځي. نو کله چې یو څوک په مطالعه متعاد شوو، بیا که په ورځ کې مطالعه ونه کړې داسې احساس کوي چې یو شی یې ورک کړی دی، بل مطالعه سړی لیکلو او لوستلو ته هڅوي.

اوس هم د لیکلو او لوستلو بلا شوق لرم

اوس هم په ورغوي ستا نامه لیکلم او لولمې.

بشیر ګواښ

د ناول لوستلو درېیمه ګټه دا ده، چې لوستونکي د مختلفو هېوادو او ملیتو له تاریخ، جغرافیې، دودونو، ژبو، خویونو او ازرښتونو څخه خبروي. ځکه ناول د یوې ټولنې د ژوند بشپړه انځور وړاندې کوي. که څه هم دا کار لنډه کیسه کې هم کېږي خو د هغې لمن تنګه ده نو د ناول د لیکلو هدف همدا دی، چې د یو ملت د ژوند ټول کړ- وړ په هنري ژبه له نورو ملتونو سره شریک کړي.

اوس نو په دې سره لوستونکی ته دا موقع برابریږي، چې نورو ملتونو څنګه پرمختګ وکړې، څنګه متمدني شول او اوس موږ ته څه کول پکار دي، چې د دوی سره ځانو سیال کړو؟

څلورمه ګټه یې دا ده، چې په ناول کې د انساني ژوند لوړې او ژورې بیانېږي، ناول لوستل انسان له نورو انسانانو سره همدردۍ کولو ته اړباسي، د ناول په لوستلو سره په انسان کې اخلاقي ښېګړنې پیدا او پیاوړي کېږي، د مثبتو کرکټرونو سره د خواخوږي احساس مو ډېرېږي.

پنځمه ګټه یې دا ده، چې د ناول په لوستلو سره، موږ ته د روانو خبرو کولو کیفیت رابخښي، لغتونه پر خپل ځای استمعالوو، کلمات او ترکیبونو مو پر خپل ځای اوډو او جملې مو رواني او مفهوم رسوونکي وي.

استاد اسدالله غضنفر وتلی سندرغاړې فرهاد دریا یادوی، چې ده به په کوشنیوالي د ناولو ډېره مطالعه کوله، ځکه نو اوس رواني خبرې کولای شي.

——————————

ناول ولي اوږدېږي خو کیسه نه اوږدېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *