د بیا رغونې پروژې

۱۳۹۴/۱/۱۱

د میدان وردګو ولایت په جلریز او بهسودینو ولسوالیو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د نږدې دوه میلیونو افغانیو په مالي لګښت څلور بېلابېلې پروژې افتتاح شوې .

د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ملي پیوستون د پروګرام له لورې د جلریز ولسوالۍ په مهران دره سیمه کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۷  متره په اوږدوالې یو ساتونکی دیوال چې چارې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې،جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدا راز د یاد پروګرام له لورې په بهسودینو ولسوالیو کې د سنګ سوراخ،سفید قلعه او مهرخانه په سیمو کې د اوبو درې برېښنا کوټه جوړ شول.

د دغه پروژو چارې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوي وې،چې د یو میلیون افغانیو څخه پر زیات لګښت راغلی و .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *