بريالي هلمند

بريالی هلمند د ښاغلي محي الدين زوی چي په ۱۳۶۲ لمريز کال يې د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د لومړي ځل لپاره نړۍ ته سترګي پرانستي.

هلمند، دهلکانو له ليسې څخه ددولسم ټولګي فراغت پاڼه تر لاسه کړې ، وروسته هندوستان هېواد ته د لوړو زده کړو په موخه تللی. تر دري کلنۍ مسافرۍ وروسته يې د هندوستان هېواد د ډيلي پوهنتون څخه د سياسي علومو له پوهنځۍ د ليسانس په کچه سند تر لاسه کړی، خو نوموړي په دې بسنه نه ده کړې ، دوه کاله يې نوره هم مسافري غځولې چی په پايله کي يې د راجستان پوهنتون څخه د ماسټرۍ په کچه په عامه اداره کي سندپاڼه تر لاسه کړې.

هلمند د هېواد د رسمي ژبو تر څنګ د دباندنيو ژبو په لړ کې په انګليسي ، اردو او هندي ليک، لوست او وينا کولای سي .

بريالی هلمند يو مخ ټولنيز سړی دی دطالبانو دحکومت څخه وروسته چې کله په ټول هيواد کې ورو ورو دزلميو له لوري خوځښتونه رامنځته سول هلمند کې هم همدې اړتيا هلمند وهڅاوه چې دا تشه پوره کړي نو لمړی خوځښت يې دبست فرهنګي ټولنه وه چې په رښتيا دپام وړ فرهنګيان پرې راټول سول ، چې ورسره جوخت مشاعرو هم زور واخست، د اوونيزو او مياشتنيو مشاعرو سره سره ښاغلی هلمند د خپلو فرهنګ پالو ملګرو پر مټ په دې وتوانيدی چي کلني مشاعره د هلمند سيند په نوم جوړه کړي. همدي مشاعرو په لسګونه شاعران ، وياندويان، خبريالان او ليکوالان يې وزيږول چې هر يوه يې بيا پام اړونکی چوپړ تر سره کړ کله چې دافرهنګي او ادبي بهير په مستيو سو نوبيا اړتيا پيدا سوه چې دا هڅې بايد چاپ سي او دلاسوند په ډول پاتې سي همداسې وسول بګړۍ مجله يې راپيل کړه چې دې رسنۍ بيا د چاپي رسنيو په لړ کې دوخت اړتيا ته ځواب ووايه ،که يوه ټوله خبره سړی وکړي نو دې ټولنې بيا نورې ټولنې او دې رسنۍ بيا نورې چاپي رسنۍ وزيږولې .

دا چې بيا ټولنې زياتې سوې نو اړتيا پيدا سوه چې بايد يو بهير ورڅخه جوړ سي چې دهلمندادبي بهير په جوړولو کې يې هم خپله برخه کار تر سره کړ ، څه باندې کال مخکې بيا اړتيا پيدا سوه چې داولسي ستونزو دراسپړلو په موخه يو مدني نهاد جوړ سي نو بيا هلمند دمدنې ټولنې دجوړولو فکر وړاندې کړ چې نږدې دهلمند ټول فعالين پرې راټول سول او دې ټولنې هم چې نوم يې هلمند مدني ټولنه کيښودل سو دپام وړ کار تر سره کړ.

هلمند چې هر ځای تللی فعال پاته سوی ، هڅاند پاته سوی ،کله چې په هندوستان کي دتحصيل په دوره کې وه د دوه زره محصيلينو له لوري دمنتخب مشر په توګه وټاکل سو چې هغه چوپړتياوې يې هم دهيرولو نه دي ، ددې کارونو تر څنګ دپخواني اولسمشر حامد کرزي په لومړيو وختونو کې بيا اړتيا پيدا سوه چې سيمه ايزې ږغيزې رسنۍ وزيږي ، دهلمند داولس دا اړتيا هم هلمند پوره کړه سباوون راډيو تاسيس سوه چې دې راډيو بيا مسکا راډيو ، اوسباوون تلويزيون وزېږاوه ،چې ددې رسنيو چوپړتياوې هم نه سي هېرېدلای . بریالی هلمند په لندن کي د افغانستان لپاره په جوړ سوي کانفرانس کي د ګډون لپاره د جنوب زون (کندهار ، هلمند ، ارزګان ، زابل ) د مدني فعالانو او بنسټونو لخوا د رایو په اکثریت انتخاب سو او په نوموړي کانفرانس کي یې د دې زون استازیتوب وکړ .

هلمند د ټولو ورځنيو چارو تر څنګ دا مهال په بست خصوصي پوهنتون کي استاد هم دی. د استادی سپيڅلي دنده يې مخکي هم په وادي هلمند او ارکوزيا پوهنتونونو کي تر سره کړي ده. .

هلمند ډير نرم سړی دی خو په ضمن کې جدي هم دی لکه هغه خوشال خان چې وايي :

چې هم تندر هم باران وي     له هغو مردانو ځار

تر ويلو اورېدلو ته ارزښت ورکوي ،دمخاطب خبرو ته ډېر ځير وي ،لږ خبرې کوي خو دکار خبرې کوي ، په پای کې دا يوه ټپه

څانګه به نن سبا کې ګل سي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *