ديارلسمه برخه
اووم څپرکی
د سنګين اړوند لنډ معلومات
سنګين دهلمند ولايت دشمالي ولسواليو څخه يوه ستراتيژيکه ولسوالي ده اوس دسروان د زرغونې ناوې په سويل ښارګوټی پکښې جوړ دی، چې دسروان، کجکي،موسی کلا، سويل ختيځو کاريزونو،مالمن، ښوراب، سناباد، جيناباد، اوګرشک څخه خلک ورته درانيولو او خرڅولو لپاره راځي چي پکي دژوند داړتيا وړ توکو ترڅنګ پکښې دکورنيو څارويو دپير- پلور لپاره هم د(ګنج) په نوم دوې ورځي اونيز بازار معمولاً په دوشنبه او پنج شنبه جوړيږي.
سنګين کي ولسوالي او قومنداني هم شتون لري ، دطالبانو دواکمني اوله دې مخکي سنګين بازار دتارياکو او هيرو ينو دخريد او فروش لوی سوداګر مېشت وه، خو دحامد کرزي ترواکمنۍ لاندي موقتي،ادارې تررامنځته کيدو وروسته بيا په تيرو ديارلسو کالو کي دسنګين له بازار څخه دتارياکو رانيول خرڅول په ډاګه نه ترسره کيږي، خو اوس مهال چي زه داکرښې ليکم سنګين کي د وينو ويالې بهيږي د دولت او مخالفينو تر منځ پکښي تاوجنه جګړه روانه ده .
سروان کلا اوسنګين، زمبلی او حيدر آباد کي دجګړې سور اور بل دی، دفلسطين دغزې، سوريې ،عراق اوشمالي وزيرستان په څېرپکښې نسل وژنه روانه ده، دجګړي دې اور او لمبوکي نه لوی او نه کوچنی،نه هم نر او نه ښځه اونه هم زوړ او ځوان خوندي او امان کي دي له سياسي او نظامي ناورينه يې تېريږو راځو تاريخي شاليد ته يې :
د سنګين د نامه وجه
اغلب ګمان مو داوسنی سنګين دنامه دوجي څرک مو تر پنځو کالو پلټنو او څېړنو وروسته دځايې سپينږيرو له خولې پيداکړ،دوی کي دسنګين څوتنه اوسېدونکي حاجي عبدالباري انصاري، حاجي سيد محمد خان، حاجي اسدالله خان او نورو په قول چي، دسنګين بازار کي يو زيارت او قبرو چي ځيني پخواني خلک يې (خواجه تګين بابا ) اوځيني اوسني سپين ږيري او ځايې اوسېدونکي يې خواجه سنګين بابا بولي اوځيني دا دوه بيل بولي خوماته يو ښکاري او ديوه څرک لګيدلی دی چي دخواجه سنګين ياتګين بابا زيارت دې وروستيو کي دسنګين دګمبدو په کلي کي يو کور کي راغی او هغه کورکي يې محجرغوندي دی، دشرايطو دنامساعدوالي له امله نه يو توانيد لی چي دازيارت له نژدي ووينم که فرصت او دالله جل جلاله مرسته وه، دازيارت به دنژدې ګورو او داطلاعاتو اوکلتور رياست ياهم ملي سوداګرو په مټ به يې انشاء الله ورغوو.
ويل کيږي چي لومړی دې زيارت ته نژدې يو دوې دوکان ته ورته دخاشو کوډلې وې، چي داځای دهمدې زيارت په نامه ياديده چي کرارکرار داځای په لوي بازار واوښت اوس داټوله سيمه دسنګين په نامه سره ياديږي، لکه دلښکرګاه ښار دشهيد غلطان (خواجه غلتان بابا) سيمه چي زما (دوست) کور هم دلته دی، يولوی زيارت دی، په چهارشنبي يې خلک درناوي اوزيارت ته راځي اوس زموږ ټول لوی کلی دهمدې شهيد غلتان په نوم ياديږي ځکه نو په قوي احتمال سره ويلای سو چي پخوانی تګين ابادهم خواجه تګين يا سنګين باباته منسوب دی.
اتم څپرکی
سنګين (تګين + اباد) دتاريخ او جغرافيو پرپاڼو
لکه مخکي چي ورته اشاره وسوه،کله چي موږ دسنګين په هکله داسلامي دورې په تاريخونو، جغرافيو او ديوانونو کي ګرځوهلته يې دسنګين په نوم نه سو موندلی،بلکه په قوي احتمال،يې دتاريخونو اوجغرافيوله پاڼو څخه دموقعيت په تعين سره دتګين اباد په نوم پيژنو.
راځئ د اوسني سنګين اوپخواني تګين (اباد) لپاره زموږ په لاس کي سته تاريخي، مستند شواهد وړاندي کړو کله چي دپخواني تګين اباد يا اوسني سنګين به هکله ږغيږو نو وايوچي داسيمه د اسلامي دورې په تاريخو جغرافيو اودشاعرانو په ديوانو کي دپام وړځای لري.
داځای دهلمند له ډيرو مشهوروښارونوڅخه ګڼل کيږي، چي داسلامي دورې جغرافيه ليکونکو دايومحکم او مستحکم ښار بللی دی.
داسي څرګنديږي چي داسلامي دورې په لومړيو کي تګين آباد دومره مشهور نه و.
ځکه په اسلامي فتوحاتو کي(۲۳—۳۶هجري) کي تاريخ ليکونکو ددې ځای نوم نه دی يادکړی.
البلاذري چي په تفصيل سره داسلامي فتوحاتو يادونه په سيستان او دهلمند په شاوخوا کندهار،جرم (ګرمسير) ، داور(زينداور) او خورو سيموکي کوي، دتګين اباد يادونه يې نه ده کړې.( )
نوربيا…