د روښانتیا

ترتيبوونکی: سعيد شينواری –

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

سریزه/ محمدیار

بسم الله الرحمن الرحیم

یرفع الله الذین امنو منکم والذین اوتو العلم درجات

د روشنګرۍ درنو ګډونوالو په خیر راشئ! نن پر یوه ډېره مهمه موضوع ( په اسلامي نړۍ او افغانستان کې د بحران عوامل) باندې بحث لرو، له بده مرغه افغانستان او اسلامي نړۍ چې دا مهال له کوم بحران سره مخ ده تر اوسه پورې یې چا پر اصلي عواملو علمي څېړنه نه ده کړې.

خو له نېکه مرغه د علم او فضیلت څښتن، په سیاسي اړخ کې د کافي تجربو خاوند مولوي وکیل احمد متوکل صاحب راته پر همدې موضوع خبرې کوي.

دی د افغانستان پخوانی د بهرنیو چارو وزیر و، د خوشحالۍ ځای دی چې مولوي صاحب موږ ته نن دغه عوامل په علمي ډول تشریح کوي.

وکیل احمد متوکل:

اول خو معرفت ښه وي، زه هم باید دا دود عملي کړم، زما نوم وکیل احمد متوکل، د کندهار د میوند ولسوالۍ یم، په افغاني مدارسو کې مې دیني علوم لوستي، د کندهار او کوټې ګوټ- ګوټ ته پسې تللی یم.

د کندهار له اشرفیه مدرسې څخه د طالبانو د تحریک په لومړيو کې د لیسانس معادل سند سره فارغ شوم، بیا د طالبانو په راتګ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست را په غاړه شو، د امیر د مشاوریت او ویاندويې چارې او په اخر کې مې د بهرنیو چارو وزارت دنده وکړه.

اوس دا دی یو ډول تعلیماتي او علمي بوختیاوې پالم، افغان بنسټ، افغان ښوونځی، افغان مدرسه او افغان پوهنتون مو تاسیس کړی چې چارې یې پر مخ روانې دي. اوس مهال دا دی په کابل کې د سولې په هیله اوسېږو.

ان الدین عند الله الاسلام صدق الله العظیم

اول خو ستاسې د روشنګرۍ سلسله ستایم او یوه ښه سلسله یې بولم چې تاسې په یو علمي چاپېریال کې سره راټولېږئ، ضرور نه ده چې یو شی دې ډېر شانداره وي، پرتجمله دې وي، ډېر کسان دې په کې برخه واخلي. پیاز دې وي خو په نیاز دې وي.

یو څو کسان دې وي، راټول دې شي، ودې وینې، پر داسې یوه موضوع دې بحث وکړي چې کار آمده وي.

هره موضوع په خپل ځان کې مهمه ده. نننۍ موضوع هم موږ ته په دې خاطر مهمه ده چې موږ په بحران کې یوو.

افغانستان نه تنها په روانه دوره کې بلکې اووه اته دورې چې له ۳۰ څخه اضافي کلونه په بر کې نیسي، په بحران کې دی.

تر دې اخوا هم د لنډو وقفو په استثنا د افغانستان معاصر تاریخ ټول له تاړاک، خپل منځي جګړو او اشغالګرۍ له ستونزو سره لاس و ګرېوان و، خو په اسلامي نړۍ او افغانستان کې د ټولو ستونزو زړی او زموږ یوازنی دښمن جهل دی.

په دې کې هېڅ شک نشته چې که انسان لوستی وي یا نالوستی، یو څه ناڅه علمیت لري خو د سواد دار او عالم تر منځ فرق پروت دی، یو سړی به سواد دار وي، خو عالم به نه وي، برعکس خپله د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ژوند یوه علمي الګو ده، هغه امي و، بې سواده و، خو عالم ترین انسان و.

کومې خبرې چې د خدای دي هغه خو پر خپل ځای، مګر که د نبي کریم د حدیثو شرحه موږ او تاسې وګورو، نو د هغې له عمقه څخه دا جوتېږي چې د یو نبي په توګه، د یو مشر په توګه، د یو انقلابي په توګه په هغه کې څومره وړتیا وه.

نو زما په نظر که نننی بحث پر دوو- درو برخو وویشو، نو ښه به وي.

۱- د اسلام دین او د نورو ادیانو تر څنګه په کل کې د انسانیت ژوند:

د اسلام د دین تسلسل که سړی راواخلي یوازې په محمدي دین پورې خلاصه نه دی. هغه د چا خبره له ادمه تر دې دمه په یو نه یو نوعه وحدانیت د واحد خدای او یګانه پرستۍ تمثیل شوی دی.

شریعتونه په اجمال او په تفصیل او په مختلفو ډولونو لکه صحیفو، نبیانو او پیغمبرانو د سلسلې له مخې موجود وو.

د انسان د تقدس سره سم همېشه نور ادیان هم وو، خو هغه موږ سماوي ادیان نه شو بللای. د انساني ژوند لپاره ښه خبره دا ده چې سړی یو عام فکر وکړي، غیر له دې چې سړی یو وار پر دین وږغېږي، په انسانیت کې که څه اصول نه وي، په دې کې شک نشته چې هر انسان فطرتاً پوهه لري، فطرتاً هر انسان ظلم بد مني، عدالت خوښوي، خو کله- کله د کم علمۍ یا د ځوانۍ د خروش یا د نورو لاملونو لکه فقر، تقابل او مشکلاتو په سبب داسې حالت راځي، چې سړی د یو چا ازادۍ سلبولو ته واداره کوي او له خپلې فطري پوهې سره- سره یې پر چا تجاوز ته اړباسي.

همدا وجه ده چې په دنیا کې د قوانینو او نړیوالو انساني اصولو رامنځته کېدو ته اړتیا ده، دا اصول کله داسې هم وي چې په هېڅ دین پورې تړاو نه لري بلکې د ټول بشریت لپاره یو اصل وي.

لکه د مالکیت حق، د مالکیت حق په بوداییزم کې هم ثابت دی، په هندویزم کې هم شته چې دوی غیر سماوي ادیان دي.

همدا راز د صحت حق دی، خو بیا داسې شیان هم شته چې د حلال و حرام په توپیر باندې سماوي ادیان او غیر سماوي ادیان پرې سره بېلېږي.

داسې مسایل هم شته چې حتی په سماوي ادیانو کې د مسیحیت او اسلام په دینونو کې فرق سره لري، مثلاً، د خنزیر غوښه چې په مسیحیت کې جایز ده، دوی یې خوري مګر په اسلام کې نشته.

نو د انسانیت لپاره د اصولو وضع کول که هغه ته د جنیوا کنوانسیون نوم ورکوې، که هغه د مختلفو اعلامیو په ترڅ کې موږ وینو او یا اساسي قوانین دي، دا که ډېر پخوا ابتدايي وو که د نن وو، خو هغه ضرورت په ګوته کوي چې اصول باید وي چې انسانان له انسانانو سره پرې واوسېږي او بیا په دوهم قدم کې انسانان له نورو ژویو سره په چاپېریال کې ژوند ته دوام ورکړي.

اوس که موږ د اروپا قوانینو ته وګورو، نو هلته سره له دې چې د کاتولیکانو، یهودیانو او نورو ادیانو تر منځ ټکرونه هم راغلل، سیاسي او مذهبي جګړې په کې تېرې شوې، خو بیا هم له ډېرو ترخو تجربو وروسته دا دی د هېوادونو په سطحه نه خو د یو براعظم په توګه کوشش کوي چې ورو- ورو سره نږدې شي، یوه ټلواله جوړه کړي، واحد پوځ ولري، واحده کرنسي ولري او واحده خارجه پالیسي ولري، هلته دا هر څه اوس د انساني تجربو په رڼا کې روان دي.

که موږ د اسلام تاریخ ته فکر وکړو، یو وخت موږ ‌ډېره لویه سیمه له مالیزیا څخه تر مراکشه پورې یوه خاوره لرله، یو خلافت په کې و، یو بیرغ یې درلود، یو پوځ و او یوه پیسه په کې چلېده.

۹۲ کاله کېږي چې نه تنها په افغانستان بلکې ټوله اسلامي نړۍ کې هغه د ترکانو شکلي خلافت چې ورو- ورو ضعیفه شوی و، موږ نه لرو.

زما منظور دا دی چې که د اروپا اوسنیو اساسي قوانینو ته وګورو، سره له دې چې هلته ناخوالو خلک مجبوره کړل چې د سیکولریزم اواز پورته کړي، او دین دې له حکومته وباسي یا په حکومت کې دین داخل نه شي.

هغوی همدا غوښتل چې د خلکو تدبر، سوچ او تجربه دې د حکومتدارۍ لپاره کافي وبلل شي. خو بیا هم که د اروپا قوانین موږ وګورو نو په کې د مسیحیت څرک موږ پیدا کولای شو، ځکه دین داسې یو شی دی چې داسې اسانه په څو کلونو، څو پېړیو کې له منځه نه شي وتلای.

بله بېلګه یې پخوانی شوروي اتحاد دی؛ هغوی د اشتراکیت یو نظام و، د اقتصاد لپاره یې هم فلسفه درلوده، ډېره پراخه سیمه یې هم وه او عمل یې هم ورباندې کاوه.

خو بعد له ډېرې ټینګې حکومتدارۍ او د هغه وخت له دورې څخه که سړی ترکمنستان یا ازبکستان ته سفر وکړي، نو ډېر پخواني خلک به یې درته ووايي چې زه مسلمان یم، کلمه به یې زده وي ولو که غلطه- غلطه یې وايي، یا په لمانځه پوه نه شي، یو وخت موږ ترکمنستان ته تللي وو، یو کس ویل، موږ مسلمانان یوو، خو داسې مسلمانان نه لکه د افغانستان مسلمانان یا د ایران مسلمانان یعنې شیعه او سني ته یې اشاره کوله.

نو دین د زندګۍ له ټولو ابعادو څخه بالکل نه وځي.

اوس که دې ته راشو چې په اسلامي امت کې انحطاط، تشتت او مخ په ځوړ حالت کله رامنځته شو؟

نو زما د معلوماتو مطابق کله چې اسلامي خلیفه ګان وقتاً فوقتاً د کمزوریو ښکار شول، په لوی سر کې هغه وخت کله چې علم ته شا واړول شوه نو تزلزل، تذبذب او د انحطاط پر خوا تګ شروع شو خو بیا هم یو شکلي ارتباط پاته و.

تاسې پوهېږئ په دې خاطر چې دین په عربو کې ظهور وکړ، د رسول الله دور خو استثنايي دوره وه، څلور راشده خلافتونه وو، خو له هغې وروسته داسې یو سیسټم معرفي نه شو چې هغه دې یو ثابت سیسټم وي، یا که یو سیسټم نه وي څو سیسټمه وي چې هغه د قوانینو د دایمي شکلیاتو په توګه تر اوسه موږ ته راورسېږي.

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *