په روزګان کې د قومندان مطیع الله خان

د روزګان ولایت په مرذکز ترینکوټ کې نن سې شنبه یو ځل بیا زرګونه تنو په یوه سوله ییز لاریون کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چي د روزګان د وژل سوي امنیه قومندان جنرال مطیع الله خان قاتلان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

دوی ګواښ وکړ، که د دې مرموزې وژنې څېړنه ونه شي، دولت هم په دې برخه کې غفلت وکړي او دا ځل هم په دې برخه کي د روزګان ولس ته د ملي یووالي حکومت ځواب ونه وايي نو له یوې خوا به د ولسي جرګې په راتلوتنکو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او له بل لوري به له حکومت سره پرېکون اعلان کړي.

شا وخوا دوې اونۍ وړاندي د روزګان امینه قومندان جنرال مطیع الله خان په پلازمېنه کابل کې ووژل شو او بیا د کورنیو چارو وزارت وویل چي نوموړی په یوه ځانمرګي برید کي وژل شوی دی، خو په ولسي جرګه کي د روزګان او کندهار د خلګو استازي وايي چي دا یوه مرموزه وژنه وه او مطیع الله خان په ځانمرګي برید کې نه بلکې د یوې جوړې شوې دسسې ښکار شوی دی.

په ننني لاریون کې ځینو اعترض کوونکو د دې مسلې یادونه کوله.

دا په نژدې یوه اوونۍ کې دوهمه مظاهره ده چې په روزګان ولایت کې د قومندان مطیع الله خان د قاتلانو د نه نیول کېدو په اعتراض کې کېږي.

نن د مظاهرې په مهال ټول ښار بند و.

د لاریون یوه برخوال مولوي عبدالرشید وویل، که دولت د دې مرموزې وژنې قضیه ونه څېړي نو له روزګان سره به یې نه هېرېدونکی ظلم او جفا کړې وي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چي ولسمشر او اجرائیه ریس باید په دې برخه کي اړونده اورګانونو ته سپارښتنه وکړي چي دا جوړه شوې دسیسه وڅېړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

قومي او مشر ملک محمد ولي وویل چي روزګان د مطیع الله خان په شتون کې له هر ډول امنیتي او نورو ننګونو څخه ژغورل شوی و خو وايي اوس په دې آند نه دی چي ګني د دې ولایت امنیتي چارې به د مخکي په څېر ښه سمبال وي.

په دې ولایت کي د یوازینۍ ښځینه مدني ټولني مشري مرجاني کوچۍ وویل چي د روزګان امنیه قومندان مطیع الله خان به تل د غریبو او بېوزلو کورنیو سره د پراخو مرستو ترڅنګ د دې ولایت امنیت تامین کړی و او تر ډېره برید یې د اداري فساد په مخنیوي کي هم ښه نوم لرلی.

One thought on “روزګانیان: که د مطیع الله خان قاتلان ونه نیول شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو”
  1. روزگانیانو تر اوسه پورې هم چندان ګډون نه دی کړی. دوی باید یوه بله پټکه وکړي. چې د خلکو زړه ته پریوزي. او بله دا چې مطیع الله خان د زرګونو کسانو قاتل دی. . کاشکې ده خاص دښمن لرلای چې نیول یې اسانه شوي وای.م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *