نن د اپریل لومړۍ ده.
تاند- په ډېرو لوېدیځو هیوادونو کې خلک نن د اپریل په لومړۍ نېټه (April Fool) د ساتېرۍ لپاره د یو بل د تېرایستلو لپاره ښکرور درواغ وايي. دا یوازې عام خلک نه دي چې پر یو بل ټوکي کوي، ځینې لویې کمپنۍ هم دا کار کوي.
په ۱۹۹۸ کال برګرکینګ (د برګرو ستر تولیدوونکی) په امریکا کې یو اعلان خپور کړ. په اعلان کې یې ویلي و چې د خپلو خوراکونو په مینو کې یې یو نوی خوراک زیات کړی دی. په زرګونو خلک د دغه نوي خوراک لپاره د برګرکینګ رستورانونو ته لاړل خو نوی خوراک یې ونه موند. کله چې به مشتریانو وویل چې نوي خواړه خو نه ویني، د رستوران چلوونکو به وویل، ولې نن د اپریل لومړۍ نه ده؟!
په ۱۹۶۰ میلادي کال په سویډن کې اعلان وشو چې په اسانه طریقه خپل تور و سپین تلویزیون رنګه کړئ. په هماغه کلونو کې رنګه تلویزیون عام نه و.
په اعلان کې ویل شوي و چې د تلویزیون سټېشن یوه نوې تکنالوژي اختراع کړې چې ستاسو تلویزیونونه رنګه کوي. خلکو ته وویل شول چې د خپلو تلویزیونونو پر شیشو نایلون وغوړوي په خپله به رنګه شي.
سره له دې چې دا اعلان د اپریل د لومړۍ په سهار شوی و خو بیا هم په لکونو خلک په دې اعلان تېروتل.
دقیقه معلومه نه ده چې دا ورځ څنګه او ولي جوړه شوه. خو ځیني وايي چې دا ورځ د دې لپاره رامنځته شوې چې فصل یا موسم بدلېږي.