د نړۍ تر ټولو زړه ښځه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه

تاند- د نړۍ تر ټولو زړه ښځه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

دې جاپانۍ ښځې، چې میساو اوکاوا نومېده، نن د زړه په سکته ساه ورکړه.

دا د ۱۸۹۸ میلادي کال د مارچ په پنځمه په اوساکا کې زېږېدلې وه. مېرمن میساو اوکاوا په خپل ژوند کې د جاپان د ۴ امپراتورانو واکمني لیدلې ده.

د دې د ژوند په موده کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۲۰ ولسمشران تېر شوي دي.

دې په ۱۹۱۹ واده وکړ خو خاوند یې په ۱۹۳۱ میلادي کال ومړ.

اوکاوا په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته خوب کاوه. او سوشي (د کب غوښې څخه تیارېږي) یې د خوښې خواړه ول.

One thought on “د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *