کندهار او هلمند ته برېښنا

خبریال: عادل – ځايي مسؤلان وايي له تېرې يوې نيمې مياشتې د برېښنا نشتون لامل يې د کجکي څخه تر کندهار او هلمند پورې د برېښنا مزې سلګونه ځای پرې کېدل و، چې د دوی لخوا ترميم شول.

چارواکي د برېښنايي مزو پرې کېدو لامل په سيمه کې جګړه او روان عمليات ښيي.

د هلمند او کندهار د برېښنا مسؤلینو تیره ورځ ناوخته په مرکز  لښکرګاه په يوه جوړه شوې غونډه کې خبريالانو ته وويل خبريالانو ته وويل: په کندهار او هلمند کې د برېښنا ۴۵ ورځې ځنډ لوی لامل د کجکي څخه تر کندهار او هلمند غځېدلي د برېښنا مزو پرې کېدل و، چې د هلمند په شمال کې د ذوالفقار په نوم عملياتو کې زيانمن شوي دي.

د کندهار د برېښنا شرکت مرستیال امان الله ایوب فاروقي چې د پري شویو مزو د رغولو په موخه يې د هلمند شمال ته ورغلی و وایي؛ د ذوالفقار په نوم عملیاتو پر مهال په جنګونو او د ماین په چاودنو کې د څلور زره مترو په شاو خوا کې د برېښنا مزي پرې شوي و او دغه راز  ۱۰ د برېښنا پايې هم زیانمنې شوې وې.

 فاروقي وويل: (( د برېښنا مزي ډېر زاړه دي، اوس خو مو همدغه مزي ورغول خو که نور نوي مزي ونه غځيږي نو په راتلونکي کې به دا مزي دومره مقاومت ونه کړي.))

د هلمند د برېښنا رئیس انجینر فیض الله بیا وایي  تر ډېره برېښنا په مساوي توګه ویشل شوې ده.

نوموړی وايي، یوازې په دغه ولايت کې د ولایت واټ چې د ځینو دولتي چارواکو کورنه، روغتون او ریاستونو پکې شتون لري ډېره برېښنا ورکول کیږي دده په قول نور سیموته  په نوبتي ډول برېښنا ویشل شوې ده.

د هلمند د برېښنا رئيس وويل: (( د برېښنا ظرفيت ډېر کم دی، د کجکي د برېښنا مشتريان په يو وخت کې ۱۸ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په څلورو ورځو کې هم خلکو ته نوبت نه ور رسيږي.))

د یادولوده چې د هلمند او کندهار ولایتونو ته د برېښنا غځیدلي مزي د هلمند په شمال کې د روانو عملياتو پر مهال په سنګين ولسوالۍ کې پرې شوي ول، چې د مسؤلينو په خبره تېره ورځ ورغول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *