خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۱۲

کندهار، افغانستان- د افغان ترک عالي لېسې پنځو تنو زده کوونکو له بلغاريې څخه د رياضي په سيالۍ کي د سرو او سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

د افغان ترک عالي لېسې مدير مراد تسون، د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون او يادو ۵ تنو زده کوونکو تېره ورځ د کندهار له سرپرست والي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.

د رياضي دغه سيالي دوې مياشتي مخکي په بلغاريه کي د ۲۹ هيوادونو تر منځ جوړه سوې وه چي له ۱۳۰۰۰ زده کوونکو څخه يادو ۵ زده کوونکو چي څلورو د سرو او يوه شاګرد د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

مراد تسون وويل دوی نه يوازي دا چي کندهاري زده کونکي روزي بلکي د کندهار د زرغونتيا په موخه يې 2500 نهالان هم د کندهار-کابل دوراهي په جاده کي ايښي دي. تسون وويل پلان لري چي د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو د زده کونکو ترمنځ هم يوه سيالي جوړه کړي چي وروسته به له دې سيالۍ څخه ممتاز زده کونکو انتخابوي او هغه به بيا په کابل کي د ټولو ولايتونو د زده کونکو ترمنځ په سيالۍ کي برخه اخلي. نوموړي زياته کړه چي د اپريل پر 22- 23 نېټه به يو ساينسي نندارتون هم جوړ کړي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لومړی د يادو زده کوونکو واليدينو او استادانو ته مبارکي وويله او ويې ويل چي دغه نسلونه به د افغانستان راتلونکی تضمينوي، په کار ده چي سر له اوسه ورته پاملرنه وسي. سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له ترکيې څخه هم مننه وکړه چي د کندهار معارف د پرمختګ لپاره يې زياتي هلي ځلي کړي. ښاغلي ويسا د افغات – ترک ليسې د مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چي زموږ د نورو ښوونځيو سره هم په تماس کي سي او هغوی ته هم دهمداسي سياليو زمينه برابره کړي. ده وویل که کېداسي په نړيوالو سياليو کی د پوهني رياست مسوولینو ته زمينه برابره سي، تر څو هلته يو شمېر تجربې ترلاسه او دلته په کندهار کي یې عملي کړي، چي په دې کار سره به د معارف په کيفيت کي زيات بدلون راغلی وي.

ويسا وويل پلان لري د دوبي په درو مياشتنيو رخصتيو کي د ساينسي مضامينو استادانو ته روزنه ورکړي او په دې برخه کي يې د افغان ترک ليسې له مدير څخه د تکړه او باا ستعداده استادانو غوښتنه وکړه، څو زموږ دکندهاري استادانو سره کار وکړی او خپلي تجربیې ورسره شریکي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *