واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه مطلب كې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د پاتې كېدو په اړه د بارك اوباما وروستي دريځ ته په كتو ليكلي چې په افغانستان كې ستونزه د ځواكونو د كمولو نه، بلكې اصلي ستونزه دا ده چې نور له افغان ولسمشر سره ګډ كار كول ستونزمن دي.

که څه هم افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی؛ خو بیا هم په هغه کچه نه دي؛ څو د امریکايي ځواکونو له مرستې پرته په افغانستان کې د طالبانو د دوام د مخنیوي ضمانت وکړي.

د اوباما اداره له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتو کې بېړه کوي؛ ان دا چې په ۲۰۱۴ کال کې به د خپلو ځواکونو شمېره صفر ته را ټیټه کړي.

دا یوه د پوهېدو وړ؛ خو غېرعاقلانه نظر دی. که څه هم دا زموږ د روان ماموریت په اړه یوه تېروتنه ده او هغه هم په داسې یوه ځای کې چې اوباما په کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدل د خپل هېواد امنیت لپاره ګټور بولي.

د ځواکونو د شمېرې د راښکته کولو علت یوازې دا نه دی چې په افغانستان کې زموږ ماموریت اوږد شوی؛ بلکې له افغان ولسمشر کرزي څخه داسې کس جوړ شوی، چې کار کول ورسره ستونزمن شوي.

په تېر کې په ټاکنو او نورو برخو کې له فساد پرته اوس کرزي امریکا له طالبانو سره په خبرو اترو کې هم په فساد تورنوي.

همدارنګه وروسته له دېنه چې طالبانو به قطر کې د اسلامي امارت په نامه دفتر پرانیست، کرزي له طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو هم نیوکې وکړې؛ ځکه چې د کرزي په وینا امریکا له طالبانو سره د خبرو اترو د پایلې د ترلاسه کېدو مخنیوی کوي او له دې لارې غواړي په پټه کې له طالبانو سره اړیکې پرې او د خپلو ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي.

د واشنګټن پر وړاندې دا ټولې کړنی د واشنګټن لپاره د تاسف وړ؛ خو د هغوی د سرتېرو د ویشو لپاره د پیل نه دی.

مهمه خبره دا ده چې کرزی له افغانانو څخه استازي توب کوي او د اځکه چې کرزي دوه ځله له افغانانو څخه رایه ترلاسه کړې.

ټول افغانان او د ساسي چارو کاروپوهان په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته له افغانستان سره د امریکا د اړیکو او مرستې د پرې کېدو پایلو ته اشاره کوي او وايي چې افغان ځواکونه دومره هم نه دي پرمخ تللي؛ څو په یوازې توګه بریالي عملیات وکړي او زیاتوي چې دوی وسلو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

ځکه اوسمهال دوی د طالبانو د قدرت د دوام د مخنیوي ژمنه نه شي کولی.

که امریکا خپله دا خبره چې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته را ټیټول عملي کړي، دا به د طالبانو لپاره چې پاکستان یې خپل حمایوي کسان بولي، یو ښه فرضت وي؛ څو په یاد هېواد کې پټنځایونه جوړ او خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي

دا مطلب په خدمتګار ورځپاڼه کې چاپ شوی

One thought on “له كرزې سره ګډ كار ستونزمن دى”
  1. داخبره سمه دی دکرزی پالیسی دخارجیانوپه مقابل کی یوه ناکامه ستراتیژی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *