خبریال: سحرګل سحر- د هلمند ولایت د یو شمېر سیمو خلک نن د هلمند مدني ټولنې ته په شکایت ورغلل او ورته ویې ویل چې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د هلمند په محبس کې له خپلو بندي خپلوانو سره وویني.
دوی وایي، له تیرو دوو اونیو راپه دې خوا یې له خپلو بندیانو سره په زندان کي ندي لیدلي.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د هلمند د محبس بندیانو د هغه څه په اعتراض کې چې دوی یې د چارواکو ناسم چلند بولي، اعتصاب کړی دی.
د بنیدانو د خپلوانو په وینا دوی ته د خپلو بندي خپلوانو لخوا ویل شوي چي په زندان کې ورسره سم چال چلند نه کیږي .
دوی له دولته غوښتنه کوي چې د ملاقات اجازه ورکړي څو د خپلو بندیانو حال له نژدې وویني.
بل لوري ته د هلمند د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد یاده ستونزه پر ځای بولي او وایي، په قانوني او حقوقي لحاظ خلکو ته دا اجازه شته چې له خپلو بندیانو سره په اوونۍ کې دوه ځلي وګوري.
همدرد د بندیانو خپلوانو ته ژمنه ورکړه چې په دې برخه کي به ورسره همکاري وکړي.
د هلمند مدني ټولني مشر د زندان د مسؤلانو سره یاده ستونزه شریکه کړه او هغوئ ورسره د دې ستونزې د ژر حل کېدو ژمنه وکړه.
څو ورځې وړاندې هم د هلمند د مدني ټولنې مشر او د هلمند د ولایتي شورا رییس د هلمند زندان له یو شمیرزندانیانو سره لیدلي وه څو په زندان کی د بندیانو ستونزې پای ته ورسوي.