وسلې

د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت منسوبینو له لورې څلور تنه د لسګونو میله وسلو سره یو ځای ونیول شول .

د ملي امنیت منسوبینو نن (۵شنبه) سهار د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې څلور تنه،چې پر یوه کرولا ډوله موټر کې ۲۲ میله تفنګچې او ۵ میله کلاشینکوف په ډیر مهارت ځای پر ځای کړي وو، ونیول .

دغه کسانو یاده وسله د پاکستان په کراچۍ کې ترلاسه کړې وه او د ننګرهار،لغمان او کابل ولایتونو څخه په تېرېدو سره یې غوښتل چې د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پټنځایونو ته د تخریبي اعمالو په موخه انتقال کړي.

د ملي امنیت مؤظفینو همدا راز تېره شپه د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې چې د چک ولسوالۍ په علیشه سیمه کې ترسره کړي،هم د مخالفینو له یوه پټنځای څخه درې میله پیکا،مزائیل،راکټ او نور مهمات ترلاسه کړي .

له نیول شویو کسانو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه څېړنې رواني دي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادو وسلو څخه د لیدنې پر مال د ملي امنیت د مؤظفینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته کړه،دغه فعالو مؤظفینو په دې کار سره وکولای شول،چې د مخالفینو د یوې کرغېړنې کړنې مخه ونیسي.

یوه میاشت وړاندې هم د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د مخالفینو هغه کرولا ډوله موټر نیول شوی وو،چې د موټر بم چاودنې په موخه یې له چاودیدونکو توکو ډک کړی وو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *