تاند- د افغانستان ولسمشر، اجرايي رييس، ملګروملتو او پاکستان د خوست خونړۍ تروریستي حمله وغندله.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خوست نننۍ انتحاري حمله په کلکه غندي.

د خوست په دغه تروریستي برید کې، چې پر مظاهره چیانو وشو او تراوسه پوري یې طالبانو مسوولیت نه دی منلی، ۱۷ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شول.

د مظاهرې ځینو تنظیموونکو له دې فرصته په استفادې ادعا کړې چې ځانمرګی د والي له دفتره ورغلی و خو شاهدان وايي چې انتحاري په سړک کې منتظر ناست و چې کله په ولسي جرګه کې د خوست استازی همایون همایون له لاریون سره یوځای شو د لارینوالو لور ته ورغی او له ځان سر ه چاودېدونکي مواد یې وچاودول.

ځیني شاهدان وايي، د دوی په باور مظاهره چیانو یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې نن ورځ بیا لاریون کوي او په دې توګه یې طالبان خبر کړي ول چې بیا د ولسي جرګې غړي عام محضر ته راوځي.

طالبانو په ځلونو ویلي چې د ولسي جرګې غړي، امنیتي چارواکي، قاضیان او څارنوالان په نښه کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله دا برید په کلکه غندلی دی.

ولسمشر غني ویلي چې دا پيښه یو نه بخښل کېدونکی عمل او سترجنایت دی.

اجرايي ريیس عبدالله دا برید د افغانستان د دښمنانو نه بخښل کېدونکی جنایت بللی دی.

په همدې حال کې په کابل کې د قاطع ملاتړقومندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پيښه غندلې.

یوناما ویلي:«دې برید په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي دي.»

په وروستیو ورځو کې طالبانو یو وار بیا بمي حملو ته زور ورکړی دی. روانه اوونۍ یې په کابل کې د پکتیا د خلکو استازی ګل پاچا مجیدي په نښه کړ چې په نتیجه کې یې ۳ تنه ووژل شول او مجیدي له یو شمېر نورو سره ټپي شو.

همداراز یې نن د ګریشک امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وواژه.

4 thoughts on “افغان مشرانو او ملګروملتو د خوست تروریستي برید وغانده”
  1. دخوست دغیورو پښتنو وروڼو په درد درد مند یو ! ددغه وحشیا نه عمل تر سره کونکې ډله دې الله ج دمحمد ص او دنورو نبیا نو په شرافت رسوا ، شرمنده او نیست او نا بوده کړې. امین خو دد غې فا جعې یګا نه مسولیت ددغه ۲ خا ینو وکیلا نو پر غا ړه دی ! چې دغه والې نعیمې نه یوا زې چې دنده به پریږدې بلکه ټوله والیان سر پرست به دنده پریږدې او اشرف غنې وایې چې هیڅ سر پرست والې بیا نه مقرروم !!! نو دغه ۲ خا ینان وکیلان ،غله ، متکبرو او…..څه مجبوریت در لودی چې مظا هرې یې کولې؟ ایا دغه خا ینا نو وکیلا نو زموږ دګران هیوا د څپڅپا نده امنیت او دهیواد نا مرده د ښمنان نه لیدل؟ چې چا روا کی په تبه اویا بله نا روغې مړ شې خو دوی ضرور مسولیت پر غا ړه اخلې. خو چې طالبا نو هر څونده پر او لسې خلګو مر ګونې حملې کړی دې هیڅ کله یې دوې مسولیت پر غا ړه نه دی اخیستی!! دوی هم فرشتې نه دې ردواغ وایې ، خیا نتو نه کوې خوزموږ او ستا سې وطنو او کلو خلګ دې موږ او تا سې ددوی دپیسو او نور خیا نتو نه دسر په ستر ګو وینو ! اوبې ځا یه مر ګونه کله کله کوې !!

  2. دغه ۲ خا ینا ن وکیلا ن چې خلګ خوا ران یې بې ضرورته ومظا هرې ته هڅولې وه . بې ضرورته یې په دغه بولم چې والې جبار نعیمې ددوی بې مظا هرې هم تلونکی او تبدیل وو !!!با ید نن ورځ ددغو شهید انو تر جنا زې دمخه با ید وځړول شې چې زموږ ۲۰ ورو ڼه ددوی دلا سه په شها دت ورسیدل او په لسګونو نور ورو ڼه مو زخمیان شوه !

  3. مونگه حیران پدی یو چه داوالی ولی ددی زای نه نه ورکیگی خلگ یی نه غواری خو دی لکه هغه بد جنس انسان سترگی یی کته اچولی او په سوکی پوری بادی سریخ کریده، او س می یقین راغی چه دا کس حتماً بد اخلاق او ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، کس دی.

  4. داچه په زور دچینار څان پورته کوی او خپله هیڅ همت شجاعت او مردانګی نلری په څو څو څلی ورته اخطارونه ور کړ شوی خوبیا هم خوست یی پرینښود علت یی تا سو پیژانی ؟ دډالرو ماشین هلته پکار پیل کړی په ډالر و خلک اخلی او تر خپل نفوذ لاندی راولی بیا یی مر کزی دولت ته هم را ولیږی چه دوالی طر فداری وکړی که چیری دده سره سالم سوچ او فکر ملګری وه خوست به یی ترک او نن به دغه فجایع او دردونکی پیښه نه واقع کیده ددغه پیښی مرګ او ژوبلی مسولیت مستقیما دوالی په غاړه دی ددولت مسولیت هم په ګوته کوم سر پرست تر کومه دخلکو مشکل ته پام ونشو حوصله ختمه شوه مرګ او ژوبله خلکو قبوله کړه تر څو فاسد ورک شی دولت باید مخته دغه والی تبدیل کړی وه په هر صورت ددغه بدو او ناوړو وقایعو ځواب باید وخوست والی ورکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *