خبریال: هجرت الله ساحل – د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک دغاړې د چاودنې له امله اوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د لوګر ولايت وياند دين محمد درويش وویل، چاودنه نن غرمه دولس بجې د برکي برک ولسوالۍ په مرکز کې د یوه کرولا موټر په لاره کې وشوه.
نوموړی وايي، په وژل شويو کسانو کې څلور ماشومان، دوه نارينه او يوه ښځه شامله ده چې ټول ديوې کورنۍ دي .
دی وايي چې تر اوسه معلومه نده چې د چاودنې هدف څوک و خو په دې اړه پلټنې روانې دي .
برکي برک د لوګر د نا امنه ولسواليو څخه ده چې له دې وړاندې هم پکې څو څو ځله دا ډول چاودنې اوبريدونه شوي او هر ځل یې ملکي وګړي وژلي دي .
تر اوسه پورې چا د دې پيښې مسوولیت په غاړه نه دی احیستی.
روانه اوونۍ د غزني په اندړ ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې په ورته چاودنه کې د یوې کورنۍ اووه غړي، چې ۳ ښځې او ۳ ماشومان ول، ووژل.
امنیتي چارواکو او د سیمې اوسېدونکو د چاودنې مسوولیت د طالبانو په غاړه واچاوه، ویې ویل چې طالبان د امنیتي ځواکونو په لاره کې ماینونه ږدي خو عموماً ملکي خلک د دوی د ماینونو قرباني کېږي.
کړي دي،څه بی ننګه او بی شرمه حکومت دیدادطالبان څوک دي؟ ولی دولتی چارواکې نه وایې چه امریکایانو بیا زمونږ افغانان شهیدان