پخوانۍ ډوډۍ

نوراحمد عايل –

د ايټالوي لرغونپوهانو يوې ډلې ددې هېواد د ټوسکانا په ايالت کې په تاريخ کې د لومړۍ پخې شوې ډوډۍ، پاتې شوني پيدا کړل.چې ماډرن انسان ورڅخه ٣٠ زره کاله مخکې استفاده کوله.

د انسا د خبر له مخې لومړنۍ ډوډۍ چۍ انسان پخه کړې وه ؛يوه د اور په تاوو پخه شوې ،ښه خوند لرونکې او مغزي ډوډۍ وه ،چې په ډبرينو تبخيو پخه شوې وه.

تر دې دمه پوهان په دې باور وو، چې ننني انسان ١٨ زره کاله مخکې د اوړو په توليد او ډوډۍ پخولو پيل کړى و،خو اوس د (له تاريخ وړاندې او د تاريخ پيل نومې موسسې ) (Iipp) د لرغون پوهانو يوې ډلې ومونده چې په تاريخ کې لومړى ځل ٣٠ زره کاله مخکې ډوډۍ پخه شوې وه

همدارنگه تر اوسه داسې تصور کېدۀ، چې د ښکاريانو هغو ډلو ،چې په پاليوليتيک(Palaeolithic)دورې پورې اړه لري: ښکار به يې جمع کاوه، دوى ټول غوښه خوړونکي وو.

خو دا موندنه جوتوي چې انسانانو هغه وخت له کاربو هايډرايټ څخه له غني ډوډيو څخه استفاده کوله ، دې ډوډۍ له دوۍ سره د لازمې مترې (انرژي) په اخيستلو کې مرسته کوله او په دې انرژي يې کولاى شواى چې په سختو چاپېريالونو او سړو سيمو کې ژوند وکړي،په حقيقت کې دا غذايي ډوډۍ ساده او د وړلو لپاره سپکه وه.

له بلې خوا په دې موندنې سره معلومېږي، چې له غلو دانو څخه د ډوډۍ پخول په منځنۍ اسيا کې نه دي پيل شوي بلکې ار(اصلي) مرکز يې اروپا ده.

څېړونکي د خپلو موندنود سپړلو په پار وايي:موږ دوه ځېږې تيږې وموندې چې د ژرندې پلونه معلومېدل ددې تيږو شاوخوا مو ترڅېړنې لاندې ونيوه، موږ هغلته د ژرندې په پلونو په يوه ژور ځاى کې نشايستې وموندې.

دې لرغون پېژندونکو ددې نشايستې او نوروهغو نشايستو له پرتلنو څخه چې په نورو ساحو کې دې لرغون پېژندونکو له خوا موندلې وې پرتله کړې، ويې کړاى شواى، هغه ماده چې دا ډوډۍ ترې پخه شوې ده پيدا کړي، دا گياه د جغندر د رېښې په څېر يو بوټى دى چې په ډنډ اوبو کې پيدا کېږي ، اوږدې رېښې لري او له نشايستو څخه ډک وي.

دا څېړونکي وايي :موږ په دې کې شک نه لرو چې دا دې د تاريخ لومړني اوړه وي.

دوى وايي ،چې ٣٠ زره کاله پخوا دې انسانانو دا اوږدې رېښې په ډنډ اوبو کې را شکولې، بيا يې وچولې،اوبيا يې ژرنده کول او په يوه ډبرين تبخي يې د ځان لپاره پخولې.

۱۰د www,asna.it د خبر له مخې ددې څېړنو پايلو ثابته کړې چې دا پخه شوې ډوډۍ ډېره خوږه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *