د ناسا یوه ویډیو مې کتله، خلک په یوه سالون کې را ټول وو. د کمپیوټرونو پر ښیښو یې سترګې ګنډلې وې او په ورخطا انداز یې توغول شوې سپوږمکۍ تعقیبوله.
سپوږمکۍ په ټول سرعت روانه وه. په بله سیاره کې را کوزه شوه، په اوتوماتیک ډول ترې کیمرې او دوربینونه راخلاص شول او تجربه کامیابه شوه. سالون کې یو شور جوړ شو، یو بل ته یې غیږې ورکړې او د لاسونو پړکا ټوله فضا ونیوله.
–
ویډیو مې کتله، خلک را غونډ وو. یو ځوان یې منځ کې پټې سترګې ولاړ و. څو کسان ترې تاویدل را تاویدل، اخر یو ورنږدې شو، د لاس چړې یې د هغه پر غاړه خوله خښه کړه، یو شور شو. سر ورغړیده. هلته شور و، ما ځانته کتل، خپلې لمنې ته مې کتل، ما ویل که سر زما په لمن کې ولوید. مخ مې لوند شو، لاس مې پرې را کش کړ، ما ویل که ټولې وینې مې مخ ته وشیندل شوې.
ای!
اوس را ته هم خپله لمن درنده ښکاري. اوس راته هم خپل مخ سور ښکاري. اوس له هغه ځایه ډېر ویریږم چېرته چې انسانان را ټول وي.
محمد نعمان دوست، جلال ابا
د وري ۱۴مه، ۱۳۹۴
دوست صیب په ګوتو دی برکت شه په ریښتیا چی ډیر توپیری دی خدای تاسی راته تر ډیره ژوندی لری هغه د الفت صیب بیت به درته ډالۍ کړم چی وایی ډیری تفاوت دی په انسان کی د معنی په لحاظ واړه مشغول دی ځینی ځان ځینی جهان جوړوي
له مینې دې مننه جناب ریاض احمد صیب.