سريزه –
کلتوري ارزښتونه، فرهنګي میراث، اخلاق او رسم رواجونه هغه نامدون اصول او قوانین دي، چې د ټولنې خلک ټاکلي عمل او د ارزښتونو درناوي ته اړباسي. کلتور نه یوزاې مادي لاسته راوړنه بلکې معنوي لاسته راوړنه هم ده چې له یو نسل څخه بل ته پاتې ده. فرهنګ د کلتور تر ټولو متعالی او ارزښت لرونکې برخه ده. په افغاني فرهنګ کې د اهمیت وړ هغه ټکي نغښتي چې د وګړو له ښه ژوند سره سیده اړیکې لري. یو شمېر طبیعي، ټولنیز، اقتصادي، حقوقي او اروايي لاملونه موجود و، چې په فرهنګ کې ډېر داسې څه خوندي شول چې ټولنه او راتلونکي نسلونه باید هغه
وساتي، رعایت یې کړي په اهمیت یې پوه شي او لازم کار ورڅخه واخلي.
اوبه او د اوبو راز راز مفاهیم هغه څه دي چې نه یوازې فرد ( وګړی) بلکې ټولنې، ټول چاپېریال او انساني توکم ته لوړ ارزښت لري. اوبو زموږ په بډای فرهنګ کې په راز راز بڼو او مفاهیمو سره ځان څرګند کړی دی.
له قرآني احکامو څخه نیولې تر احادیثو، علمي آثارو، متلونو، لنډیو او ورځینو خبرواترو پورې د اوبو په هکله تفکر او نظر تر سترګو کېږي، دلته به لومړی د اوبو د اهمیت په هکله د ساینس او اقتصاد له مخې لنډه رڼا واچول شي او بیا به په افغاني کلتور کې ددغې موضوع څرنګوالی چې یوه په زړه پورې، خو ډېره مهمه موضوع ده وڅېړل شي.
د موضوع لنډ تاريخي شاليد :
تر ډېره وخته پورې اوبه نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ډېرو ټولنو کې یوه وړیا او پریمانه الهي تحفه بلل کېده، نو ځکه د هغې په هکله ډېر فکر نه کیده، خو ورو ورو اوبو او سیندونو دخلکو په ژوند کې خپل ارزښت څرګند کړ. یو وخت اوبه د قهرجن ځواک په توګه پېژندل کیدې دا ځکه چې هغه وخت یې دناتوانه انسانانو کورونه او کروندې نړولای شوې، خو د سیندونو په مهارولو سره اوبه د یوې اقتصادي منبع په توګه وپیژندل شوې. په تېره بیا کله چې وګړي زیات شول او کرنیز محصولاتو ته اړتیا زیاته شوه د اوبو او سیندونو ارزښت هم اوچت شو د صنعت په پرمختګ سره په صنایعو او د بریښنا په تولید کې د سیندونو ارزښت ته پاملرنه وشوه. زمونږ د ټولنې په تاریخ او کلتور کې اوبه او سیندونه ترهر څه مخکې د تندې د رفع کولو، د کور د اړتیاوو د پوره کولو او د کروندو د ښیرازه کولو د یوې اړتیا په توګه ښودل شوي، وروسته بیا د ژرندې په ګرځولو او د سیمو د ښایست لپاره کارول شوي، خو دا چې علمي څېړنې هم د کلتور برخه ده، په علمي څېړنو کې افغانانو ډېر وروسته ګام ایښی دی .
د لومړی ځل لپاره د امیر شیرعلیخان په دوره کې د ډیزلي بریښنا تر سترګو کیدو خلک د بریښنا اهمیت ته ځیر کړل خو هغه وخت بریښنا یوازې د ارګ په ساحه کې وه. د امیرامان الله خان پرمهال دولتي بریښنا د کابل ښار یو شمېر بازارونه روښانه کړل چې وروسته هرات، مزارشریف او جلال آباد کې هم د ډیزلي بریښنا ماشیونه فعال شول د آبي بریښنا د تولید ضرورت د دیرشمو او څلویښتمو کلونو په ترڅ کې ډېر احساس شو دا ځکه چې همدا مهال په افغانستان کې لومړني پنځه کلن علمي پلانونه طرح او عملي شول. ددغو پنځه کلنو پلانونو په ترڅ کې یو شمېر مهم بندونه په پام کې ونیول شول، چې د هغو د جوړولو موخه نه یوزاې د بریښنا تولید،بلکې د کرنیزو ځمکو خړوبول هم و، البته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره په سلګونو کاله پخوا هم په لرغوني افغانستان کې اقدام شوی، لکه دکمال خان بند، بند سلطان، بند غازی او نور خو دا چې په معاصره ټکنالوژي سمبال بندونه مطالعه کېږي نو د هغو څرک د رواني شمسي پیړۍ په دیرشمو او او څلویښتمو کلونو کې و. دا مهال افغانستان په خپله د اوبو د علمي څېړنو مرکزونه نه لرل د سیندونو او اوبو د منابعو لومړنۍ څېړنه FAO ترسره کړه چې دغه سروی د Survey of Land and water resource of Afghanistan ترعنوان لاندې په دریو ټوکونو کې خپره شوه. هغه وخت د اوبود تنظیم چارو د کرنې په وزارت پورې اړه درلوده خو د پلانونو په تطبیق کې د مالیې او فواید عامې وزارتونو ورسره فعاله ونډه لرله.
د لومړی ځل لپاره د کرنې،انجینري، پولیتخنیک او ځمکپوهنې په پوهنځیو کې د اوبو په اړه څېړنې وشوې د کرنې په پوهنځي کې د اوبو لګولو د مضامینو تدریس پیل شو او په انجینري پوهنځي کې د هایدرولوژۍ دیپارتمنت علمي څېړنې پیل کړې. خو د څلویښتمو کلونو په ترڅ کې د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د هلمند د اوبو په سر د موافقې لاسلیک د اوبو موضوع ته مطلق سیاسي رنګ ورکړ او د افغانستان شاهي دولت یوه رساله د (موضوع آب هیرمند) تر سرلیک لاندې خپره کړه. په هغه وخت کې د سیاسي جریانونو مظاهرو او ددغې پېښې انعکاس خلک د سیندونو او اوبو اهمیت ته ځیر کړل وروسته بیا په دې اړه علمي کنفرانسونه او سیمینارونه هم دایر شول خو دا چې « اوبه او په افغاني کلتور کې د هغو څرنګوالی» یې څېړلی وي داسې کومه رساله او کتاب نه تر سترګو کېږي نو ځکه دغه موجوده رساله په خپل ذات کې په دې برخه کې لومړنۍ رساله ده چې « اوبه په افغاني کلتور کې» څېړي خو دا د وخت د کمښت او د لومړي ګام په توګه یو لومړنی ګام دی هیله لرو په راتلونکي کې نور کار هم ورباندې وشي.
يوه تاريخي کتنه:
د تمدنونو د تاریخ څېړنې او د نفوسو د میشت کیدلو Population settlement تاریخچې دا ښوولې ده چې لومړني لوی تمدنونه لکه د سند، اکسوس، ګنګا، امازون او نور ټول د سیندونو تر غاړې رامنځته او بیا یې لمن خوره شوې ده. زمونږ په هېواد کې هم له ډېر پخوا څخه آریائیانو په هغو ځایونو کې کرنې او مالدارۍ ته انکشاف ورکړی چې هلته اوبه ورلنډې وې. آریائیان چې د آمو له غاړو د زمینداور، کسي غرونو او تر سند پورې وپنځېدل، د خپل ژوند لپاره یې د سیندونو غاړې غوره کړي دي. ددې لامل دادی چې اوبه د ژوند د پرمخ بیولو لومړنۍ اړتیا وه او اوس هم ده. له ډېرې پخوا څخه له سیندونو څخه هم د څښلو او هم د کروندو د خړوبولو لپاره کار اخیستل کیده او هم د څښلو او پایکوګانو په فعالولو کې مهمې وې. ورو ورو د کبانو نیول او د اوبو په ذریعه د مالونو لېږدول هم رواج شول. نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴