سردار محمد همدرد

که څه هم مدني ټولنه تاريخي مخينه لري او د اسلامي مدني  ټولنو رامنځته کوونکی د دې نړۍ ستر انسان او لارښود حضرت محمد ((ص)) دی، خو زموږ په ټولنه کې له بده مرغه مدني ټولنې يا سمې تعريف سوي نه دي او يا يې د همدغه سپېڅلي نوم په وسيله خلکو ناسم کارونه کړي دي چې اوس ورڅخه زموږ د ټولنې خلک نفرت او کرکه کوي.

مدني ټولنه يوازې په اسلام کې نه بلکې په نوره نړۍ کې هم غربي پوهانو پېړۍ پخوا مدني ټولنې جوړې کړي دي خو د اسلامي مدني ټولنو سره توپير دا دی چې غير اسلامي مدني ټولنې فقط د دې نړۍ د ژوند د هوسا کولو غوښتنه کوي خو اسلامي مدني ټولنې هم په دې نړۍ کې د ژوند تېرولو لپاره هڅې کوي او هم د اخيرت لپاره د خلکو فکرونه جوړوي.

په دې وروستيو کې د هېوا ځينو علماو وويل مدني ټولنې بايد بندې سي، د دوی دفترونه بند سي او د فعاليتونو مخه يې بايد ونيول سي.

اوس مهال که موږ او تاسې وګورو په افغانستان کې د مدني ټولنو اچار جوړ سوی دی، پاک او نا پاک نه دي مالوم، هر چا د خپلو موخو او خپل هدف لپاره ټولنه جوړه کړې ده، په ټولنيزو شبکو او ځينو نورو رسنيو کې يې ځانته تبليغات کوي او زموږ د ټولنې د بدبخته خلکو پر سترګو د دوکې خاورې شيندي.

زموږ د ټولنې عام ولس ملامت نه دی، دا خلک چې د مدني ټولنې له نوم بد وړي زه يې نه ملامتووم، ځکه دوی د مدني ټولنې په پوښ کې داسې انسانان ليدلي چې دا ادرس يې بدنام کړی دی او پر وړاندې يې د خلکو کرکه راپارولې ده.

زموږ په ټولنه مدني ټولنې بايد تعريف سي، څنګه چې د مدني ټولنې ارزښت د اسلام په مبارک دين کې بيان سوی، څنګه چې د مدني ټولنې موخې دي، بايد په هماغه ډول خلکو ته ور وپېژندل سي او مدني ټولنې هم بايد د خپلو ارزښتونو سره سمې کړنې وکړي، اسلاميت او افغانيت په پام کې ونيسي، د ظلم پر وړاندې بايد مبارزه وکړي، د هېواد اساسي قانون ته احترام ولري او د ولس رښتينی اواز بايد منعکس کړي.

اوس زموږ په هېواد کې لويه ستونزه دا ده چې سلګونه ټولنې د مدني ټولنو په نوم فعاليت کوي، حقيقي او غير حقيقي مدني ټولنې نه پېژندل کيږي لکه مخکې چې مو يادونه وکړه يو چار او ګډوله جوړه ده، چې همدغه ګډولې پاکې ټولنې هم له ځان سره بدنامې کړي او پر وړاندې يې د خلکو حساسيتونه پاريدلي دي.

مرکز کې مې څو ځل ددې خبرې يادونه له ملګرو سره کړې ده چې راځئ يو يون به راپيل کړو او د ټول هېواد په کچه په هر ولايت کې چې څومره ټولنې دي ټولې به ارزيابي کړو، د دوی کارونه، بګراونډ او فعاليتونه به وګور چې چا څومره کار کړی دی، خلک څومره ترې خوشاله دي، له دغه ارزونې وروسته به ټولې پاکې او رښتينې مدني ټولنې ترې راوباسو، يو قوي چتر به جوړ کړو او د ناپاکو ټولنو پر وړاندې به يو کلکه مبارزه پيل کړو او په دې توګه به يې د ناسم فعاليت مخه ونيسو او رښتيني مدني فعاليت ته به لار پرانيستل سي خو زما پر دغه خبره چا غوږ ونه ګراوه.

له هغه وروسته اوس هره ورځ په مرکز کابل او په ټولو ولايتونو کې ورځ تر بلې مدني ټولنې جوړيږي چې اکثره يې پروژه يې بڼې لري او د شخصي موخو په غرض جوړيږي.

زه به له خپلې تجربې درته ووايم، کله چې مو په هلمند کې د هلمند مدني ټولنه جوړه کړه، لومړيو کې عامو خلکو پېژندله هم نه. هر چا به ويل دا يو دولتي ارګان دی، دولت معاش ورکوي خو وروسته چې مو څو حرکتونه وکړل نو د هلمند له بېلابېلو ولسواليو دفتر ته ولسونه رامات سول، خپلې ستونزې به يې راسره شريکولې. په سيمه کې به يې د دولتي چارواکو له ظلمونو شکايت کاوه. موږ به هم د دوی ستونزې له دولتي چارواکو سره په همږغۍ حلولې، د ظالم او فاسدو چارواکو پر وړاندې به مو د همدغه ولس په ملتيا ږغ پورته کاوه. لنډه دا چې زموږ شتون نور نو فاسدو او ظالمو چارواکو ته هم د هلمند په مرکز او هم ولسواليو کې سرد دردی جوړ سو، نو فاسدو چارواکو د دې لپاره چې د مدني ټولنو نوم پيکه کړي، د دې لپاره چې د مدني ټولنو پر وړاندې د خلکو کرکه او غصه پيدا کړي نو دوی خپله هم د مدني ټولنو په نوم ډلګۍ جوړې کړې، چې د همدغه ټولنو پر مټ خپل ظلمونه او فساد پټوي او تر پردې لاندې هماغه د پخوا پشان ظلمونه کوي، غلاوې کوي او عام ولس يې ترې سرې سترګې ژاړي. خو زما عام او بېچاره ولس په دې نه پوهېږي چې غوړه مالې ټولنې همدغه چارواکو د دې لپاره جوړې کړي دي چې د ولس رښتينی ږغ د دوی پر ستوني کې ور وچ کړي.

اوس هم خپل هغه پخواني وړانديز ته راځم، له وړانديز مخکې دا يادونه بايد وکړم چې نور دې تش په نوم او پروژه يي مدني ټولنې د توبې پر اوبو ځانونه ومينځي، له غوړه مالۍ او غلامۍ دې راووځي، د پاکې او سپېڅلې مبارزې پر ډګر دې خپلې سينې د ظالمو او فاسدو چارواکو پر وړاندې سپر ونيسي.

په مرکز کابل کې مې رښتيني مدني فعالانو ته وړانديز دا دی چې راځئ حساب سره وکړو، ټولې ټولنې و ارزوو، حساب ورسره وکړو، پاکې او نا پاکې سره بېلې کړو، د ناپاکو پر وړاندې لاسونه يو کړو او رېښې يې وکاږو.

ترڅو چې مدني ټولنې پاکې او سپېڅلې نه سي، رښتيني مبارزه ونه کړي، پاک او ناپاک سره بېل نه کړي يانې خدايي خدمتګاري ونه کړي، ترڅو چې مدني ټولنې د حق خبره ونه کړي، ترڅو چې مدني ټولنې له پروژه يي حالته را ونه وځي نو په هيڅ صورت ورته مدني ټولنه نه شو ويلی، فاسدې، او پروژه يي ټولنې ورته ويلی سو.

One thought on “مدني ټولنې بايد تعريف شي/ سردار محمد همدرد”
  1. همدرد صاحب بلکل موواقيعيت ليکلی، ډيره مننه واقعأ چی مدنی ټولنی اوس دانجو ګانو وظايف تر سره کوی نو پدی حالت کی بايد دواړه وتړل شی ،حکومت بايد دمدنی ټولنو دفعاليت لپاره يونوی قانون ترتيب کړی ،داسی قانون چی خلک دزړه له کومی پر هغوی اعتبار وکړی،مدنی ټولنی بايد دافغانستان پرکچه په خپل مينځ کی يومرکزيت غوره کړی، چی هغوی ته بايد دخپلو کړنوپه وړاندی جواب دی واوسی، اکثره مدنی ټولنی دبهرنيانو په لارښونه جوړی شوی ستره بيلګه يي په ټاکنو کی دبعضی مدنی ټولنو طرفداری ديويا بل کانديد څخه په ښکاره معلوميدله چی داسی بايد نوی ، دا ټولنی پدی جوړښت سره زموږ دکلتور سره ټکرلری اوله بل لوری دزورواکو له پلوه هغوی ته مادی مرستی کيږی، يعنی رانيول سوی دی ،نو زه دهمدرد صاحب خبری پر ځای بولم.دمحترم جمهورريس څخه ديونوی نوښت انتظارلرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *