له ژمنې سره سم کابل ادبي بنډار خپله ۴۸ مه غونډه د روان لمریز کال، د وري د میاشتې په ۱۴ مه نېټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره برابره وه، کابل ادبي بڼډارخپله ( 48 ) خونډه په خپل نوې مینه د خوشحال مېنې لکي فایف هوټل ته مخامخ د احمد غېرت په خصوصي لېسه ترسره کړه.
د غونډې پرانیسته ښاغلي ډاکټر سالم اصغرخېل د قران پاک د څو سپېڅلو آیتونو په ویلو سره وکړه.
د یادې غونډې مشري ښاغلي شهاب اشرف کوله، او ورسره مېلمه ښاغلی عصمت الله همدرد وو.
تر پیل وروسته تنکیو ماشومانو لکه هر یو اېمل جان، طارق جان او منصور جان په خپلو ښایسته غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.
ورپسې ښاغلی ګل آغا احمدي د وړمې غونډې د راپور د وړاندې کولو لپاره دريځ ته وبلل شو، ده په سر کې له ښاغلي ډاکټر اصغر خېل، او نورو ګډونوالو څخه مننه وکړه چې د غونډې لپاره یې په نوموړي ځای کې پوره چمتوالی نیولی.
نوموړي همداراز وویل: چې د کابل ادبي بنډار یوازینۍ موخه د علمي او کلتوري چارو سمون او پرمختګ دي، نه ځای او مکان. او د تېرې غونډې په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ۴۷ مه غونډه هم د ګډونوالو له خوا ښه بدرګه شوه.
له دې وروسته د کره کتنې برخه چې د ښاغلي احمدي د نوي اثر ( سل لومړۍ ورځې) ته ځانګړې شوې وه، پیل او په سر کې ښاغلی حبیب وقار پر نوموړي کتاب د کره کتنې لپاره تالار ته وغوښتل شو، ښاغلي وقار احمدي صیب ته د نو موړي کتاب مبارکي وویله، او د ښاغلي احمدي هڅې یې داسې وستایلې:
نوموړی کتاب یو تاريخي ارزښت لرونکی اثر دی، په عامه او روانه ژبه لیکل شوی دی، په خپله نېټه او وخت چاپ شو،پرلپسې پېښې یې را اخیستې دي، او زموږ په لنډه تاریخي دوره کې به دا لمړی هڅه وي چې د ولسمشر په یوې لنډې مودې باندې یو په زړه پورې اثر لیکل کیږي.
ښاغلي وقار همدارنګه وویل: که د کتاب په منځپانګه خبرې وکړم نو ډېرڅه به پکښې وي، ده پر ځوانانو غږ وکړ چې هر یو کولی شي د ښاغلي احمدي په شان شي، او هیله یې ورڅخه وکړه چې کار وکړي، که ښه لیکنه نشي کولای نو ښه ژباړه دې وکړي.
ښاغلي جلال امېد د مبارکی تر څنګ له احمدي صیب څخه مننه وکړه، چې د تل په څېر یې یو ځل بیا خپله ټولنه په دغې ښایسته اثر ونازوله، او د ځوانانو او تنکیو ماشومانو په برخه کې یې د دولتي چارواکو پر نه پاملرنې نيوکه وکړه، او له ښاغلي احمدي څخه د ورته هڅو غوښتونکی شو.
ښاغلي اصغر خېل هم ورته نظر درلود، ده وویل که څه هم د تېرې اونۍ په لړ کې مې د یو سفر له کبله ونشوای کولی چې نوموړی کتاب تر نظر تېر کړم، خو بیا هم له احمدي څخه مننه کوم چې خپلو هېوادوالو ته یې دا خدمت وړاندې کړ، او د ده زیار او هڅه یې وستایله.
او ښاغلي فرید احمد عبېدي هم یادې هڅې وستایلې، او ویې ویل: چې ویاړم په ټولنه کې د احمدي په شان علماء لرو، ده همدارنګه د نوموړي لیکوال مخکینۍ هڅې هم وستایلې.
تر بیا کتنې وروسته یو ځل بیا ښاغلی احمدي سټېج ته وبلل شو، ده د غونډي له برخوالو څخه مننه وکړه چې ورسره یې خپل نظرونه شریک کړل، خو ټینګار یې وکړ چې کتاب باید پاڼه پر پاڼه ولولی او راسره خپل نظرونه، وړاندیزونه او سالېمې نیوکې شريکې کړی.
ده همدارنګه وویل: د یاد کتاب لپاره مې تېر کال د لیکلو سوچ کړی ؤ، چې که چېرې هر څوک ولسمشر شو نو دا لیکنه به پرې کوم، او پر ځونانو یې غږ وکړ چې دوی هم زیار وباسي، او د ټولنې د پرمختګ او سمسورتیا په برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه درېغ ونه کړي.
دویمه برخه چې مشاعره وه د غونډې د ویاند ښاغلي وحید الله اوریاخېل لخوا د سحر صېب په دغه شعر سره پیل شوه:
زړه مې له ځا نه سره ږدم چا ته یې نه ورکوم
ښایي کوم وخت کوم څوک پېدا شي په قېمت یې پوه شي
ورپسې ګڼ شمېر د غونډې برخه والو خپل غزلونه، شعرونه او ادبي پنځونې وړاندې کړې چې غونډې ته یې لا ښکلا ورکړه. وپتیېله شوه چې په راروانه غونډه کې به ښاغلی ډاکټر سالم اصغرخېل پرېزېنټېشن کوي.
د غونډې مشر ښاغلي اشرف د احمد غېرت د خصوصي لېسې له بنسټګرو څخه مننه وکړه چې کابل ادبي بنډار ته یې ځای ورکړ، ده همدارنګه د ښاغلي احمدي بې ساریه هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې له چاپه نوي راوتلي کتاب ته یي هم په زړه پورې موضوع ټاکلې ده.
د یادولو ده چې د وردګو په قومي عالي شورا کې د ځوانانو کمېټې، چې د یادې غونډې په رالېږدولو کې یې له غازي محمد جانخان ښوونځي څخه د احمد غېرت خصوصي لېسې هم ته لوی لاس درلود ژمنه وکړه، چې په راتلونکې غونډه کې به د کابل ادبي بنډار ځینې غړي په ډالیو ونازوي.
له همدې سره غونډه د ښاغلي قاضي وصيم لخوا د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.
مینه او مننه.
د ټولو ملګرو د لارښوونو او وړانديزونو په هيله!.
لیکوال: مطیع الله همدرد.