اجرايي رييس

خبرپاڼه

تاریخ: 15 حمل ۱۳۹4

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د مدني ټولنو له استازو سره ولیدل. په پيل کې

د مدني ټولنو استازو د شهیدې فرخندې د قضیې او غبرګونو په اړه خبرې وکړې

د مدني تولنو غړو ویل، چې د شهیدې فرخندې قضیه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي. د دې جنایت ريښې معلومې شي، ځکه د دې پېښې له امله د خلکو روان زیانمن شوی دی.

هغوی ویل، خلکو او په ځانګړي ډول باید مېرمنو ته دا ډاډ پيدا شي، چې د چا له لوري پرې تور نه لګول کېږي او بیا په دې ډول وحشت سره نه وژل کېږي.

دوی له اجرایوي رییس نه وغوښتل ټول هغه کسان، چې په دې مساله کې ښکېل دي، باید په عادلانه ډول محاکمه شي.

هغوی دغه راز د کابل امنیه قوماندان او نوورو هغو کسانو له دندې لرې کېدل او محاکمه غوښته چې دا جنایت یې توجیه کړی او ملاتړ یې ترېنه کړیدی.

د مدني ټولنو استازو ویل، چې د فرخندې په کورنۍ دې فشار کم شي او ترې سیاسي ګټنه دې بنده شي. هغوی زیاته کړه، چې حکومت باید دا قضیه په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړي او مدني ټولنه یې تر شا ولاړه ده.

د مدني ټولنو غړو د دیني عالمانو او مدني ټولنې ترمنځ د سؤ تفاهم په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، چې دوی کاملاً دیني ارزښتونو او دیني عالمانو ته احترام لري، هېڅکله یې توهین نه دی کړی او نه به چاته دیني عالمانو ته د توهین اجازه ورکړي؛ مګر هغه کسان چې غواړي دا جنایت توجیه کړي باید تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونیول شي.

دوی دغه راز د جمعې لمانځه په خطبو کې د خطیبانو له لوري د مدني ټولنو پر وړاندې توندو څرګندونو او پر هغوی د نیوکو کولو ته په اشارې له اجرایوي رییس نه وغوښتل چې دې مسایلو ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې دا مساله به په هر اړخیز ډول څېړل کېږي او ټول مسایلو ته به رسيدګي کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې قضې ټول جرمي او ټولنیز عوامل وڅېړل شي، چې ولې او څنګه را پېښه شوه او د پېښې عاملین به خپله سزا وویني.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: قدم په قدم به دا مساله څېړل کېږي. پولیسو ولې مخنیوی ونه کړ، یا یې د مرستې غوښتنه ونه کړه او که یې وکړه حوزې او امنیه قوماندانۍ څه وکړل. له شک پرته چې کابل امنیه قوماندان په خپله دنده کې پاتې راغلی دی. په دې برخه کې ستاسو له غوښتنې سره همغږی یم. هغه په یوه نیم ساعت کې ونشو کولای، چې د دې پېښې مخنیوی وکړي.

اجرایوي رییس زیاته کړه، هیڅوک په هېڅ عنوان او بهانه حق نه لري چې قاضي شي او صحرايي محکمه جوړه کړي. خلک باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د دې پېښې عاملین محاکمه کېږي او دا ډول پېښه باید بیا تکرار نشي.

د نوموړي په خبره، چې د فرخندې شهادت ټول ملت یو پارچه کړ، هیڅوک نشته چې نن له دې جنایت نه ملاتړ وکړي، بلکې ټول د عدالت د تامین او د دې قضیې د څېړلو لپاره یو موټی د حکومت تر څنګ ولاړ دي.

جلالتماب ډاکټرعبدالله عبدالله زیاته کړه، چې دې پېښې ټول غافلګیره کړل. د ملت وجدان یې زیانمن کړ. خو مهم درسونه یې هم له ځانه سره درلودل چې باید دې درسونو ته رسیدګي وشي.

هغه له دې پېښې سره په تدبر او تعقل د مدني ټولنې او دیني عالمانو چلن وستایه او مننه یې ترې وکړه، ځکه په وینا یې دښمنانو د افغانستان کولای شول له دې فرصته ناوړه ګټه پورته کړي، دا جنایت باید یو ضریب ولري.

اجرایوي رییس د هېواد په ټولو تحولاتو او مهمو پروسو کې د مدني ټولنې له لوري د غږ پورته کول وستایل او ویې ویل، چې ستاسو له دې ونډې باید سترګې پټې نشي.

ډاکټر عبدالله وویل: د فرخندې د شهادت پېښې ټولو ته ټکان ورکړ او ژورو ستونزو ته یې متوجه کړل.

په پای کې ډاکټر عبدالله عبدالله د مدني ټولنو غړو ته وړاندیز وکړ، د هغو سؤ تفاهماتو د لرې کولو لپاره چې د دیني عالمانو او مدني ټولنو ترمنځ رامنځته شوي، ښه ده چې په راتلونکیو څو ورځو کې دواړه لوري، ګډه ناسته ولري او په خپل منځ کې شته مسایل سره مامخ حل کړي، چې د مدني ټولنو غړو ومنله.

One thought on “اجرايي رییس د مدني ټولنو له استازو سره ولیدل”
  1. مجرمین او مسوول کسان معلوم دی . اکثریت یی د پنجشیر کوڅه ډب او بدمعاشان دی. هغوی چی په صحنه کی حاضرول ، څه ګلان یی وکرل؟ له بلی خوا د کابل ښار د پولیسو اکثره منسوبین یوه قوم او یوه ولایت ته منسوب خلک دی.
    هره ورځ د نویو قوماندانانو مقررول او له کاره لری کول فایده نه لری . هغه پخوانی ظاهر ظاهر ستر ملی خیانت وکړ او د کابل ښاریان یی له رایی ورکولو محروم کړل او د فرخندی په شان یو بل تکړه مسلکی او هیواد ته ژمن شخص یی سیاسی ترور کړ چی د طلوعوالو او ایران مشربه رسنیو نه تر نن پوری د هغه وطندوست شخصیت ته توهین کیږی.
    فکر کوم امرالله صالح او دهغو ملګرو پدی ورځو کی چی د هیواد مشران امریکا ته د سفر لپاره مصروف ول ، په توطیه کولو لاس پوری کړ. دوی غوښتل په یوی مظلومی فرخندی دوه کوتری ونیسی. له یوی خوا هیواد کی ګډوډی رامنځ ته کړی او د ښاغلی ولسمشر د سفر مخه ونیسی او له بلی خوا د کابل ښار د لنډغروپواسطه چور اوتالان کړی. چی خوشبختانه په دواړو کی پاته راغی او اوس غواړی حد اقل د کابل امنیه قوماندان له دندی لری او پرځای یی د شورای نظار کوم بل مسلکی غل راولی. خو داځل ښاغلی ولسمشر ورته ویښ شوی او نور د هغوی په خوله پیاز هم نه خوری. پاته د نه وی چی د ولسی جرګی پښتانه غړی لکه آغلی شکریه بارکزی ، ګل پاچا مجیدی او همایون همایون ، د ارزګان امنیه قوماندان شهید مطیع الله خان دهمدغو توطیو ښکار شوی دی . خو افغان زړور ولس پداسی دسیسو نه ختمیږی . د دوی په مقابل کی به ځوانان لاس په کار شی او دوی به په خپلو شومو پلانونو کی ناکامه کړی.
    زما په نظر د کابل ښار او نوروښارونو لپاره باید مسلکی او ملی پولیس چی حد اقل د لیسانس سند ولری وروزل شی. دا نوی پولیس باید د ټولو ولایتونو او قومونو استازیتوب وکړای شی . دوی باید یو یی هم له سیاست او سیاسیونو سره سروکار یا غړیتوب ونه لری . دوی باید ټول بشری او مدنی ، اسلامی حقوق او وجایب وپيژنی او ټول له یوی واحدی قوماندی لاندی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *