بزګر ګونۍ پر سر اچولې وه. دواړه لاسونه یې پر بیل تکیه کړي وو او د ونې ډډ ته یې ډډه وهلې وه.

ده به یو ځل د ګونۍ ژۍ جګه کړه او پورته به یې د بادامو د ونو لور ته وکتل چې پر ګلونو یې ژلۍ وریده بیا به یې سترګې پټې ونیولې، خو په میدان کې به یې د ماشومانو له چیغو سره سترګې نیم کښو کړې.

کوچنیانو ژلۍ راغونډولې او پر یوه بل یې وار کاوه چې کوم یو به ولګیده اخ به یې کړ او نورو به نارې سورې جوړې کړې. دوه تنه د ونو لور ته ولاړل. یوه یې پر بل د ژلۍ پر جوړ کړي غونډار وار وکړ، خو هغه ونه لګیده او بزګر چیغه کړه:

– ستاسي خور مور

هلکانو منډه کړه او نارې یې کړې:

« لیونی دی»

د الله داد له سره ګونۍ وښویده. کوچنیانو چیغې کړې:

« الله داد ماما دی»

«ماما لیونی شو»

« لیونی وولئ»

الله داد د رژیدلو بادامو یو موټ ګلان له مځکې راواخیستل. کوچنیان وتښتیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *