د څېړنې فن

ليکوال: ډاکتر ګيان چند

ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان

د لارښود صفتونه

په ځینو پوهنتونونو کې ديو محصل په خوښه پورې تړلې ده ، چې هغه کوم لارښود استاد سره کار کوي . د يو لارښود استاد په ذات کې هغه ټول صفتونه په کار دي ، چې ديوه ښه څېړونکې لپاره وویل شول په لارښود استاد کې باید په ځانګړې توګه لاندې ښيګڼې وي .

څيړنيز مزاج :

هغه باید خپله څيړنه کړې وي یا یې اوس هم کوي ، دااصول ،چې په څېړنه کې په يوځای پاتې کېدل ممکن نه دي .مخکې ولاړ شه که نه وروسته پاتې کېږي . شاګرد څېړونکی بایدمسلسل کار وکړي . کارنه کول د يو شاګردڅېړونکي مرګ دی ، حسن رضوي به له هر چاپوښتل ، چې نن سبا تاسې څه کار کوﺉ هغه په دې نظر و ،چې څیړونکې باید هر مهال په یو کار اخته وي، که لارښود څېړونکی خپله په څېړنه بوخت نه وي ګویا هغه له پوهې سره مینه نه لري، کوم استاد چې تر پي ایچ ډي (PHD) وورسته کوم ارزښتمن کار ونکړي، کوم کتاب خپور نه کړي نوهغه څنګه لارښود څېړونکی جوړېدای شي. له دې نه دا څرګندېږي چې لارښود استاد باید څېړونکی وي، یوازې کره کتونکی نه، دا سمه ده چې له څېړونکی سره دي یو څه کره کتونکې تومنه وي، ځکه چې د څېړنیزې مقالې یوه برخه کره کتونکې وي، څېړنه او کره کتنه مترادفه نه ده، که یوه کره کتونکی هر څومره لوی عالم او د نظر خاوند وي خو که د څېړنې لارښود وي نو هغه به هر وخت د کره کتنې د موضوعاتو پلوی وي. دا یو ډول د غنمو او وربشو پلورل دي.

۲ـ د لارښود څېړونکي پوهه :

لارښود استاد چې له شاګرد څېړونکی په کومه موضوع کار غواړي دی خپله باید په هغه موضوع ښه برلاسی وي، دا څرګنده ده چې هر استاد په هره موضوع پوره مالومات نه لري، خو څه نا څه مالومات باید ضرور ولري. لارښود استاد باید د شاګرد څېړونکي په څېر خپل ځان هم وپېژني.

۳ـ د ځوان څېړونکي لارښونه :

له لارښود استاد سره باید د ځوان څېړونکي لپاره کافي وخت وي. په پوهنتون او بهر هغه ته وخت بېل کړي او په سمه توګه د ځوان څېړونکي لارښوونه وکړي.

۴ـ د لارښود استاد حوصله :

لارښود استاد چې هر څومره مالومات لري په پراخ زړه یې باید شاګرد څېړونکي ته ورکړي اود هغه هرې لیکنې تصحیح وکړي او شاګرد څېړونکي باید وهڅوي چې خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.

۵ـ خپلواک پاتې کېدل :

لارښود استاد باید شاګرد څېړونکي ته خپلواکي ورکړي او که ده سره یې په کومه موضوع مخالفت راځي نو هغه ورسره ومني د لارښود استاد ځینې مهمې دندې په لاندې ډول دي.

۱ـ د یوې موضوع په څېړنه کې د شاګرد څېړونکي لارښوونه کول.

۲ـ شاګرد څېړونکي ته د موضوع د څېړلو جوړښت ور په ګوته کول.

۳ـ د کتابونو او ماخذونو ښودل.

۴ـ د یوه مشر په څېر له شاګرد څېړونکي سره ګام پر ګام تلل او مشوره ورکول.

۵ـ د څېړنیزې مقالې برخې کتل او لومړۍ بڼه یې سمول.

البته د لارښود کار دا نه دی چې د هغه ژبه ورسمه کړي او املا او انشا يي سمه کړي ځکه چې د څېړنیزې مقالې یا تیزس زمه په لارښو استاد نه بلکې په شاګرد څېړونکي په غاړه ده. جارج واټسن وايي چې لارښود استاد ته پکار ده چې د شاګرد څېړونکي د مسویدې لومړنۍ بڼه وګوري، وروستۍ نه ځکه چې شاګرد څېړونکي ته دا زمینه برابره شي چې که هغه ځینو خبرو کې ورسره مخالفت لري څرګند یې کړای شي.

له دې نه دا څرګندیږي چې د یوه لارښود استاد دنده څه ده هغه ته یوازې لارښودنه پکار ده، مګر د مقالې لیکل شاګرد څېړونکي کار دی. د ساینس په څانګه کې خبره نېخي بل ډول ده په هغه کې شاګرد څېړونکی او لارښود په توګه په ګډې سره څېړنه کوي. یوه بله مهمه خبره د لارښود او شاګرد څېړونکي مزاجي یووالی ضروري دی.

د اله اباد پوهنتون ادارې شورا پریکړه ده چې د څېړنې لارښود دی شاګردڅېړونکی په مشوره وټاکل شي. دلته د هر پوهنتون اصول سره بېل دي چې یو لارښود دې د څومره شاګرد څېړنکو لارښونه کوي او هېڅکله هم باید داسې ونه شي چې یو لارښود په یوه موضوع کې پوره مالومات ونلري اوهغه نورو څېړونکو ته لارښوونه وکړي. په انګریزي کې د لارښود لپاره درې ډوله کليمې راغلي دي.

مشاور ( Advisor) لارښود ( Guide) او مشر (Supervisor) او کله ورته (Tutor) هم وايي دلته د هرز علمې بېله مانا ده خو په ټولیز ډول ټول سره یو دي.

په پایله کې باید دومره وویل شي چې که څوک څېړونکی نه وي نو لارښود هم نه شي خو په ټوله نړۍ او حتی انګلستان کې هم کله کله داسې لېدل کېږي چې یو استاد خپله څېړونکی نه وي خو شاګرد څېړونکي روزي او کله کله دا کار د ځان ښودنې له امله هم کېږی. د ډېرو پوهانو له نظرونو دا څرګندېږي چې د سندي څېړنې او خپلواکې څېړنې ترمنځ ډېر توپیر شته دی او دا ستونزه د نړۍ په ټولو پوهنتونونو کې تر سترګو کېږي.

نورپه بله برخه کې….

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *