افغان مېرمنې

خبریال: میرویس جلالزی – امریکايي څیړونکي شک لري چې ایا له افغانستان سره د دغه هیواد نوې مرستې به اغېزمنې وي او ایا دا مرستي به هم حیف او میل خو نه شي.

د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې  یا سیګار څیړندویه ډله او مشرتابه شک لري چې هغه څلور سوه ملیونه امریکايي ډالر، چې د امریکا د حکومت له خوا یې د افغانستان د ښځو د ژوندانه او حالت د ښه کولو لپاره ژمنه شوې له خطر سره مخامخ شي.

دې ادارې څو څو ځله په افغانستان کې د امریکا د مرسته شویو پیسو د حیف او میل کیدو په باب راپورونه ورکړي او په نړیواله کچه یې د هغو ادارو نومونه بربنډ کړي چې د امریکايي ټکس ورکوونکو پیسې ضایع کړي دي.

په وروستیو کې سیګار ادارې له یوه پراخ تحقیق وروسته په افغانستان کې د امریکا د  نړیوالې پراختیايي ادارې د یوه لوری قراردادي چې (اي، ار، ډي) نومیده د امریکا پر حکومت وتړله.

د یادې ادارې د مشر او یو شمیر نورو کلیدي غړو په اړه تر لاسه شویو سندونو وښوده چې هغوی په ملیونونه ډالر پرته له دې چې په افغانستان کې د پراختیا په برخه ولګوي په جعلي اسنادو ځان ته وهلي او له هیواده دباندي یې حتی په امریکا کې یو شمیر بانکي حسابونو ته انتقال کړي دي.

د امریکا حکومت په تیر نومبر کې څلور سوه ملیونه ډالر په افغانستان کې د جنسیت یا جنډر د انډولیز کولو د ملي لومړیتوب په نامه یوه پروګرام ته ورکړل.

دغه پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له لوري پر مخ بیول کیږي.

ټاکل شوې چې د دغه پروګرام له مخې د ۱۸ څخه تر ۳۰ کلونو پوري نږدې ۷۵۰۰۰ ښځو ته د سیاست، سوداګرۍ او ټولنیزو چارو په برخه کې زدکړي ورکړل شي.

همدا راز د یاد پروګرام له مخې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ نجونو ته د مشرتوب د پراختیا زدکړې هم په پام کې نیول شوي دي.

د سیګار ادارې مفتشین وايي د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې چارواکو چې د دغو څلور سوه ملیونه امریکايي ډالرو د لګولو دنده لري نه د خپلې پروژې په باب دوی ته د خپلو تدابیرو او نه هم د احتیاطي ګامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړي په داسي حال کې چې دې ادارې تقریبا دوه سوه ملیونه ډالر تر اوسه پوري د یاد پروګرام د پرمخ بیولو لپاره د امریکا له حکومته تر لاسه کړي دي.

د سیګار سرمفتش جان ایف سوپکو ویلي، حتی د یادې پروژې په اپتدايي مراحلو باندي هم شک لري او دا په دې مانا ده چې د جنسیت د تساوۍ د دغه ملي پروګرام  یو شمیر ابتدايي ګامونه هم، چې د امریکا د پراختیايي ادارې له لوري پورته کړای شوي، پوښتنه پارونکي دي.

ښاغلي سوپکو ویلي دی ویره لري چې دا پروژه به په همدې ډول پای ته ورسول شي لیکن هغسي چې تمه کیږي پایلې به و نه لري او د امریکايي ټکس ورکوونکو څخه را غونډ شوي دغه څلور سوه ملیونه امریکايي ډالر به هم په اوبو لاهو شي.

د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې ( سیګار) ویلي چې که د افغان میرمنو د غښتلي کولو لپاره دا څلور سوه ملیون ډالري پروژه په اوسني ډول پر مخ ولاړه شي،  بې ګټې به وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *