تاند- د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد المختوم غواړي چې په لندن کې د خپلو ۱۱۴ لوکسو موټرو لپاره شپږ پوړیز پارکینګ جوړ کړي.
د لندن مېل ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د دوبۍ امیر به د پارکینګ ترڅنګ د هستوګنې لپاره یوه پنځه ستوریزه ودانۍ هم جوړه کړي. په دې ودانۍ کې به د امیر د موټرد چلوونکو او مامورینو لپاره دفترونه، تشنابونه او د درو خونو درې اپارتمانونه هم شامل وي.
د موټرو پارکینګ او پنځه ستوریز هستوګنځی به د لندن په منځ کې د بهېدونکي تیمز سین په غاړه بتیرسي سیمې ته نژدې جوړ شي.

د دې پارکینګ او ودانۍ له جوړېدو وروسته به امیر له خپلو ۲۳ ماشومانو سره لندن ته په هیلي کوپتر کې ځي او هر موټر چې یې خوښېده په هغه کې به چکر وهي.
لندن د نړۍ یو له هغو ښارونو څخه دی چې د ودانیو بیې یې د خدماتو او د مځکې د بیې د لوړوالي له کبله ډېرې اوچتې دي.
د دوبۍ امیر ته به د دې پارکینګ او ودانۍ جوړول په ۲۰ ملیون پونډه تمام شي خو که امیر وغواړي چې په ودانیو کې مرمر استعمال شي، د ودانۍ لګښت به تر دې واوړي.