د پېښور پولیسو په سلګونو افغانان نیولي

تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وايي چې په دې صوبه کې پولیسو په تېرو درو میاشتو کې یوازې په پېښور کې ۳۸۸۲ غیرقانوني افغانان او ۲۶۳ مجرمان د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د پولیسو په وینا د دغو عملیاتو په لړ کې لږترلږه ۴ تنه مجرمان له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پېښور د پولیسو سرچینو وویل چې په نیول شویو کسانو کې ۱۶ تنه مهم ترهګر هم شامل دي چې د خلکو د وژلو پر سر یې پیسې ترلاسه کولې. د پولیسو په ادعا له دغو شپاړس تنو سره ۳۰ لاسي بمونه، ۱۷ کیلوچاودېدونکي مواد، یوه اندازه مخدر مواد او په ملیونونو پاکستانۍ روپۍ هم کشف شوي دي.

سرچینې وايي چې افغانان د خیبرپښتونخوا په ایالتي مرکز پېښور کې د غیرقانوني استوګنې په خاطر نیول شوي دي.

په پاکستان کې پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته د افغانانو د ځورولو کمپاین پیل شوی دی. د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه د پېښور په پوځي ښوونځي د طالبانو په برید کې څه باندې یو نیم سل تنه ووژل شول.

له هغې نېټې را په دې خوا په لسګونو زره افغانان مجبوره کړای شوي چې افغانستان ته راشي.

پاکستان په ظاهره هره مسله د پوځي ښوونځي له حملې سره تړي او هڅه کوي داسي وښيي چې دې حملې تر دې حده په غوسه کړی چې نور د تروریستانو ملاتړ نه کوي او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي خو پاکستاني سرچینې وايي چې د پاکستان پوځ لا هم په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مېلمه پالنه کوي او د طالبانو مشرانو او قومندانانو ته یې ځانګړي کارتونه ورکړي چې د پاکستان په هیڅ ځای کې ورته څوک مزاحمت ونه کړي.

په همدې حال کې د پېښور پولیس وايي چې د دوی د عملیاتو له کبله تروریستي بریدونه خورا لږ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *