د دغه ولايت د ښاروالۍ مسؤلين وايي، دا مهال ۵۰۰ دولتي کورونه په لښکرګاه ښار کې شته چې دولتي مسؤلين پکې استوګن دي، چې له تېرو درې کلونو راپه دېخوا يې د ښاروالۍ د صفايي پيسې نه دي تحويل کړي.
د ښاروالۍ مسؤلين د سږ کال لپاره د سړکونو او ويالو جوړولو خبر هم ورکوي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسؤلين وايي، د روان لمريز کال په پيلېدو په پلان کې لري چې د ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۷ پرمختيايي پروژې پلي کړي.
ښاروال محمد فاضل ساپی وايي: د روان ۱۳۹۴ ل کال لپاره يې ۴۲۰ ميليونه افغانۍ بوديجه په پلان کې نيولې چې د ولايتي ادارې له لوري تايد شوې او د منظورۍ لپاره مرکز ته استول شوې.
ښاروال وويل: ((د روان کال تر پايه به ۱۷ پرمختيايي پروژې پلي شي، چې ۴۲۰ ميليونه افغانۍ بوديجه ورته ځانګړې شوې ده، چې له دې جملې به ۸۰ ميليونه افغانۍ له عادي بوديجې او پاتې به له همدې ۴۲۰ ميليونه افغانيو بوديجې څخه لګول کيږي.))
د لښکرګاه ښاروال وايي، د صفايي د راټولو لړۍ د تېرو کلونو په پرتله ښه شوې خو نوموړي له دولتي مامورين ښاروالۍ ته د صفايي د پيسو په نه ورکولو کې پړ وبلل.
نوموړي وويل، د شاوخوا ۵۰۰ دولتي کورونو مامورينو له تېرو درې کلونو راهيسې ښاروالۍ ته د صفايي پيسې نه دي تحويل کړي.
بل خوا د ښاروالۍ د ټولنيزې شوار يو تن غړی وايي چې، د ښار په ځينو برخو کې اوس هم کارونو ته اړتيا ده چې بايد ترسره شي.
ډ ټولنيزې شورا غړي وويل: ((په بېلابېلو برخو کې له ښاروالۍ سره همکاره يو خو ښاروالۍ څخه هېله لرو چې د سړکونو او ويالو په جوړولو سره د خلکو ستونزې حل کړي.))
که څه هم په دې ورستيو کې د ښاروالۍ لخوا په ښار کې ځينې کارونه شوي دي خو خلک هېله لري چې د املاکي ستونزو د هوارولو ترڅنګ دې لښکرګاه ښاروالي د خلکو هغه جدي اړتياوې چې په دوی پورې تړلي دي حل کړي.