همدرد او د تلويزيون

عبدالمالک همدرد د ښاغلي محمد عیسی زوی د ښاغلي خداینظر لمسی په ۱۳۷۰ هـ ش کال په هلمند ولایت کې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږیدلی دی، د وړکتوب څخه یې د علم سره مینه لرله. ثانوی زده کړې یې د هلمند په میخانیکي ښوونځي کې پای ته رسولي، نورې دینې او ساینسي زده کړې یې په خصوصې ښوونیزو مرکزونو کې تر سره کړي دي.

همدرد مخکې له دې چې کمپيوټر له کوم استاده زده کړي دکمپيوټر مرکز لري چې په سلګونه زده کوونکي په کې دکمپيوتر زده کوي چي دا دې څرګنداوي کوي چې همدرد په زده کړه کې له عامو انسانانو سره توپير لري دلمر کمپيوټر سنټر دچلولو تر څنګ همدرد پوره ټولنيز او مينه پال انسان دی چې دهمدې اړيکو دساتلو او دژبې دخدمت په موخه فرهنګي او ادبي ټولنه هم لري چې دهمدې ټولنې له لارې په کرشک ولسوالۍ کې وخت ناوخت په زړه پورې ادبې ناستې او مشاعر تر سره کيږي ددې ترڅنګ همدرد په مرسي کروپس کې هم دکمپيوټر داستاد په ډول ددوو کلونو لپاره دنده تر سره کړې همدا راز يې د لويې ادې دنجونو په ليسه کې زده کوونکو ته کمپيوټري زده کړې ورکړي ددې تر څنګ په ګڼو نورو مرکزونو کې دښوونکي په حيث پاته سوی دا چې ښاغلي همدرد له وړکتوبه له تخنيکي وسايلو سره اخته پاته سوی وخت نا وخت يې مختلفې الې جوړي کړي چې تر ټولو جالبه اله يې دهغې دستګاه جوړول دي چې هم تصوير او هم غږ په ۴۰۰متره مربع ساحه کې خپرولی سي يانې که همدرد دا دستګاه چالانه کړي او دکمپيوټر له لارې او ياهم دکامرې له لارې ويډيو او غږ ورکړي په څلور سوه متره مربع ساحه کې په تلويزونو کې ياد تصاوير هم کتل کيدای سي او هم يې غږ اورېدل کيدای سي چې بيا همدا اله په کابل کې په تخنيکي نندارتون کې هم دخلکو دپام وړ وګرځېده چې دهمدې الې له امله دوخت دپوهنې دوزير پام هم ورته راواوښت ، خو له بده مرغه دنورې ودې زمينه يې ورته برابره نه کړه همدرد باور لري که چيرې داړتيا وړتوکي ورته برابر سي تردې هم په لوړ ظرفيت دا ډول الې جوړولای سي.

که رښتيا سړی ووايي همدرد به سړی خپه ونه ويني تل خوشاله او خوله يې له خندا ډکه وي ، ذکاوت خو يې له پورتنيو کارونو څخه مالوميږي دده خوشاله څهره ددې لامل ګرځېدلې چې ډير ملګري پيدا کړي او ماشا الله ډير ملګري پرې راټول دي ددې ټولو بوختياوو ترڅنګ همدرد په دې باور دی چې هيواد يوازې او يوازې په روغ سياست ژغورل کيدای سي دی تل وايي چې که موږ هم لکه نور هيوادونه ګوندي سياست تر سره کړو له دې بد حالته به وژغورل سو دا چې همدرد روغ سياست دهيواد ژغورنې اصلي لامل بولي نوځکه يې خپله هم په سپيڅلي سياست کې ځان بوخت کړی او دودان افغانستان ګوند دګرشک دکميټې مسوليت يې په غاړه اخستی ، دهمدرد په ژوند ډېرې خبرې ليکل کيدای سي خو دبدلون اونيزې غيږه دومره نه ده چې دا ټولې خبرې ځای کړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *