تاند- د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یمن کې د شیعه حوثیانو د بلوا پرخلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو د ايتلاف ملاتړ وکړ.
تر دې مخکې د افغانستان حکومت د یمن د حوثیانو د بلوا پر ضد د حرمین شریفین د دفاع ژمنه کړې او په دې جګړه کې یې د سعودي عربستان د دریځ ملاتړ کړی دی.
حکمتیار د یمن روانو حالاتو ته په اشارې ویلي چې «د ایران د شرارتونو د مخنیوي لپاره» هرې اغېزمنې ملګرتیا ته چمتو دی.
د حزب اسلامي په اعلامیه کې ویل شوي :« تهران اوس له افغانستان، عراق، سوريې او لبنان وروسته په يمن كي شرارتونه پيل كړي، د يمن په خونړيو پېښو كي لاس لري او د مسلمانانو په خلاف د مفسدينو، ملحدينو او اسلام ضد ځواكونو ملگرتيا كوي، همغسي لكه چي زموږ په هېواد كي ئې فتنې راولاړي كړې، د جگړو اور ته ئې لمن ووهله، له روسي او امريكايي يرغلگرو سره ئې ملگرتيا وكړه، نه پرېږدي چي زموږ په هېواد كي جگړه پاى ته ورسېږي او صلح تأمين شي.»
حزب له ټولو خواوو ته، چې د دوی په وینا د تهران له «شرارتونو» په تنګ شوي، بلنه ورکړې چې د دې «شرارتونو» مخه ونیسي.
د حزب په اعلامیه کې همداراز ویل شوي« كه عراق او يمن ته د تگ امكانات وى نو په زرگونو افغان مجاهدين به د ايران د شرارتونو د مخنيوي او د خپلو مسلمانو وروڼو د دفاع لپاره هلته تللي وو. »
دا په داسي حال کې ده چې د ګڼو مستندو راپورونو پر اساس ایران له افغانانو څخه په سوریه او عراق کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره په جګړو کې کار اخلي او هر څه موده وروسته د افغانانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانانو په مزارشریف ښار کې د سعودي عربستان د ملاتړ په اړه د افغانستان د حکومت د اعلان خلاف مظاهره وکړه.
وسله والو طالبانو، چې ویل کېږي، پر پاکستان او مخدرو موادو سربېره یې ځیني عرب
ایران دجهان هغه اوه سره او اوه مخئ مار دئ چه که یو سر ئې ووهل شي بیا ئې نور سرونه او مخونه پاتې وي .ددوی مخنیونه په هیواد کې دننه پکار ده په تیره په کابل کې چه په هره یو لویشت کې لس ایرانیان (جاوسوسان) په مُخبرۍ اخته دي .الله تعالی دې دوی زموږ له مُلکه ورک کړي۰
ښاغلی حکتیار صاحب! عاقبت دی په خیر ، زر کاله مخکی کله چه زه په بدن او فکر او عقیدی وړوکی وم ستاسی سره می کلککه مینه درلوده ( البته د خدای پخاط) خو د ډیرو دلایلو له مخی نه دا چه اوس مینه نه درسره لرم بلکه ستاسی د ارتجاعی افکارو پخاطر حاضر یم دوه په دوه درسره ووینم او سخت دی وڅنډم. البته زه همهغه یم چه وم خو تاسی تغییر کړی دی ، که پر معاد عقیده لری نو کرار کېنه او خوله دی پټه ونیسه که نه بد ضرر به ووینی.
ګران حکمتیار صاحب!
سلامونه درته وړاندې کوم.
زه کله نا کله له ځانه سره چې په یوازېتوب کې د تېر په اړه په فکري ټال لاهو شم، د ټولو جهادي تنظیمونو د کړو په اړه پلټنه پیل کړم نو هر تنظیم ته یوه یوه چاره یا د توجیه لاره بیامومم، مګر د حکمتیار صاحب د اسلامي حزب په اړه له یوې مخې ورک شم.
زما عمر چې کله د ۷ او ۸ کلنو ترمنځ وو نو د هجرت په ځمکه به مې اسلامي حزب سخت زیات خوښېده، ددې موضوع څو لاملونه وو. ډېر ښه او تکړه مسلمانان او ژمن متفکرین او مجاهدین پکې را ټاله وو، دېر ښه نظم او داخلي نظام او سیستم پکې پلی وو، چا یې وسله او مهمات نشول خرڅولای اوډېر داسې نور موضوعات وو چې زما سترګو ته به درېدل.
ددې ټولو ټکو په وړاندې بیا د حکمتیار صاحب سرزوري، خودخواهي او د اجرائیه شورا د پریکړو څخه سرغړونه او په یوازې ځان سره فیصلې کول او نور داسې ډېر ټکي په پای کې ددې لامل شول چې اسلامي حزب نږدې له منځه ولاړ شي او یوازې حکمتیار صاحب له خپل ځان سره اسلامي حزب شي.
د حکمتیار صاحب دریځ :
داسلامي حزب د اجرائیه شورا د غړو د استعفا په اړه چې ټولو په سر کې عبیدالله سیرت هم وو
له پاکستاني مقاماتو سره د اړیکو او د منحوثي او کرغېړنې آی ایس آی په وړاندې
د جهادي تنظیمونو په وړاندې د خپلمنځي جکړې په اړه لکه د سیدجمال ولید کړنه په شمال کې او بیا د مسعود له خوا د هغه اعدام
د عبوري حکومت په اړه
په کابل کې د دولت په وړاندې
آذربایجان ته د مسلمانو افغانانو د استونې او هلته له هغوی د اجورتې قاتلان شکل کار اخیستلو په اړه
په ۱۹۹۰ لیسزه کې د خیلج د لومړۍ جګړې په آن
په کابل کې د حزب وحدت په وړاندې
په کابل کې د دوستم د ملیشو ( ګلمجم) ځواکونو په وړاندې
د طالبانو د اسلامي تحریک په وړاندې
په سروبي کې د زرداد او هغه ورته د لیونیو سپیو په شان قواماندانانو په وړاندې
په کابل کې له دولت سره د یوځای کېدو په وړاندې
له کابل څخه ایران ته د تلو په اړه
له امریکایانو سره د تقابل او تفاهم په اړه
د افغان دولت سره د اړیکو او ناستو ولاړو په اړه
همدا اوس د طالبانو د ځواکونو او ډلو په وړاندې
که له نورو تېر شو دا اوس اوس د سعودي عربستان او اړونده ټلوالې او یمن کې د ایراني شیغیزم په وړاندې ….
په پای کې، که په پوره بې پرېتوب دغه ټول دريځونه و څېړل شي نو له لمر څخه به هم زیاته جوته او ښکاره وي چې د حکمتیار صاحب دریځونه یوازې له دوو ټکو سر راپورته کوي :
1- ځان غوښتنه او یکتازي
2- په مادیاتو پسې بې ساري لېونتوب
ښاغلی ګلبدین خان دهغه بل سویل ختیځ ګاونډې په با ره کښې ولې چپ او ګونګی دی؟ زه نه پو هیږم چې په تیرو درې نیمې لسیزو کښې زموږ کوم ګا ونډې په مختلفو نومونو دافغانانو وینې ډیرې بهیو لې دې؟ او زموږ کوم ګا ونډې دغرب څخه دمظلومو افغانانو پر سرسودا او دلا لې او دشیطان غرب په ځانګړې ډول دامریکا څخه ډیر مالې ملا تړ تر لا سه کړیدی؟
د الله ج د رضا په خاطر به د خپلو مقدساتو نه دفاع کوو
له حر مینو دفاع د هر مسلمان دیني وجیبه ده، ایران د اسلا مي امت دښمن دۍ
له حکمتیار نه هم زما په څېر د ژوند لاره ورکه ده، کله د یوه ډول ته ګډېږي کله د بل.
زه بیاهم غواړم چي داخوان مسلمین ستره اسلامی ډلی ته اړتیالیدل کیږي ترڅوکولای شي په ټوله اسلامی نړی کی دمسلمه امت اتحاد اواتفاق رامینځ ته کړی که دسیدقطب اوشهیدعزام اوشهیداسامه غوندی څیری ترخوارو لاندی شوي خوحکمتیارصیب لاپاته دي بایدبی له کوم ځنډاوخنډه لیڅی رابډوهی داعیش لاتراوسه دشک اوتردیدپه حال کی هغسی غوسناک دریځ غوره کړی په اسلام کی خوباید یوامیرالمؤمنین وی ملامحمدعمراخندلاژوندی دي که څه هم دطالب سرتیرو دفرهنګی چاروکمیسون دده دژوند لیک خپرکړی کیدای سی په دی نه وي پوهیدلی چي ژوندلیک څه وخت بایدخپورشی خوهغه لله الحمد ژوند ی دي نوشعیه اورګانیزم اودابی اوسبا منافقانه غورځنګ په وړاندی دعربی ټبرونو پرلپسی غبرګون بیا داموی خلافت اویاعباسی خلافت تیر دور راژوندی کول غواړی نزدی ده چي نور دمسلمه امت له سره اوداسلامی قوری له حدودو څخه دیهودو نصرانیانو اوشیعه منافانو تیر رالنډ کړي …………………………………………………………………………………..ی
غازي جانانه ! ملت مو تباه کړ، ملت قربانی ورکړه او له یو نیم میلیون څخه زیات شهیدان یی ورکړل چه د تاریخ په اوږدو کی به د هیڅ ملت دومره میړانه او سر ښندنه ونه کتل شي، روسان یی وویستل او له کمونیستی رژیم څخه یی واګی تاسی اوه تنه رهبرانو ته واخیستي او تاسی ته یی تسلیم کړي، تاسی د خپلو خواهشاتو په بنا د هغوي قربانی له خاورو سره خاوري او په مقابل کی مو بیرته په همدي ملت د ټوپک شپیلي را ټیټه کړه، بیا مو د خپلو سرزوریو او خواهشاتو په نتیجه کی د ۷۰۰۰۰ اویا زره بی ګناه افغانانو څخه ککري ورغوڅی او د کابل کوڅي مو په وینو سره خړوب کړي، ……………
مړه ورک یی کړه په تاسی هیڅ نه معلومیږي مونږ هسی خپل سرونه کدوان کړل