په چک کې د مڼې ګل مشاعره

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې له کلونو وروسته د لومړی ځل لپاره د دغه ولسوالۍ د شاعرانو،لیکوالانو او د شعر او ادب مینوالو په ګډون د مڼې ګل مشاعره ترسره شوه.

په جوړه شوې مشاعره کې د چک ولسوال سربیره امنیتي منسوبینو او د دغه ولسوالۍ مخورو هم ګډون کړی وو.

یاده مشاعره،چې د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې جوړه شوې وه،د چک ولسوال محمدهاشم خوښي ښکاره کړه،چې له کلونو وروسته یو ځل بیا په چک ولسوالۍ کې فرهنګي غونډه جوړه شوه .

ده له شاعرانو غوښتنه وکړه،چې هڅه دي وکړي، خپل شعرونه د سولې،پسرلي او نورو ناخوالو د مخنیوي په موخه ولیکي،ترڅو د ستونزو په لمنځه وړلو کې دوی هم د شعر په ژبه ونډه اخیستي وي .

وروسته په یاده ولسوالۍ کې ګڼ شمېر میشتو شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته ووې،چې په کې اوریدونکو ته د مڼې د ارزښت،د نا امنیو د لمنځه وړو،د امنیتي ځواکونو ستاینې او د سولې راتګ پيغامونه ورکړل شوي وو.

د مشاعرې په پای کې د ولسوالۍ مقام له لورې یو شمېر مېلمنو او د ولسوالۍ پیاوړو شاعرانو ته ډالۍ او انعامات هم ورکړل .

1د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار وویل له دغه مشاعرو جوړولو څخه مو موخه په ولسوالیو کې یو ځل بیا فرهنګي غونډې را ژوندۍ کول دي .

ده زیاته کړه، ډېر ژر به په سیداباد او نرخ ولسوالیو کې هم د مسؤلینو له لورې ورته مشاعرې جوړي شي،چې له هغې وروسته به د ولایت په کچه د مڼې ګل عمومي مشاعره په مرکز میدان ښار کې ترسره شي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *