ارشیف

تاند- ویکي لیکس ویبپاڼې، چې د افغانستان او نورې نړۍ په اړه د امریکا پټ اسناد افشا کوي، نن د ناټو هغه راپور افشا کړی چې د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې چمتو شوی دی.

په دې راپور کې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ملکي تلفاتو، پر افغان او نړیوالو ځواکونو د طالبانو د حملو د زیاتېدو او له ابتدايي خدماتو د افغانانو د بې برخې کېدو ارقام او فیصدي ښودل شوې ده.

د ویلکي لیکس پر اساس د ناټو په دې ۱۲ مخیز راپور کې څرګندېږي چې جګړه په دراماتیک ډول پراخه شوې، د قانون حاکمیت کمزوری شوی، ګډوډي ډېره شوې ده.

1د راپور له مخې د نړیوال ايتلاف تلفات په سلو کې ۳۵ زیات شوي، برمته ګري او قتلونه په سلو کې تر ۵۰ ډېر شوي او د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان پر حکومت بریدونه تر دوه برابره زیات یعني په سلو کې ۱۱۹ ته رسېدلي دي.

راپور پر نړیوالو ايتلافي ځواکونو د بریدونو زیاتېدو ته په اشاره وايي چې د سړک د غاړې بمي بریدونه په سلو کې ۲۷، د اتومات او نورو وسلو په وسیله بریدونه په سلو کې ۴۰ او له مځکې د هوا لور ته بریدونه په سلو کې ۶۷ ډېر شوي دي.

راپور وايي چې له کابله دباندې په جنوب او ختیځ کې په هرو دوو کورنیو کې یوازې یوه خورا ابتدايي روغتیايي اسانتیا لري او په هرو دوو ماشومانو کې یوازې یو ښوونځي ته تللی شي.

2 thoughts on “ویکي لیکس د ناټو ځواکونو د ۲۰۰۸ کال پټ راپور افشا کړ”
  1. De Afghanistan kha lag de kar ne do ka khlag de hakkomat Sara lass yew kri waslawaalo te zai war nw kri no amniat be rashi

    Kha lag har sa de hakomat sa kha ghori .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *