له دریم پړاو څخه بریالي د زون په کچه له اتلسو کلونو څخه کم عمر درلودونکي لوبغاړي په تمریناتي کمپ کې برخه اخلي
د هیواد پنځو زونونو په کچه له اتلسو کلونو څخه کم عمر درلودونکي لوبغاړي چې د ټاکنې دریم پړاو یې په بریالیتوب سره بشپړ کړ، په تمریناتي کمپ کې ونډه اخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زونونو په کچه د اتلسو کلونو څخه کم عمر درلودونکو لوبغاړو موندنې لپاره د هیواد په پنځو زونونو کې آزموینې په لاره واچولې چې په پایله کې یې دوهم پړاو ته له هر زون څخه مختلف شمیر لوبغاړي وټاکل شول او له تمریناتي کمپ څخه وروسته د هر زون لپاره په دریم پړاو کې د ګډون په موخه لوبډله وټاکل شوه چې د کرکټ بورډ کورني کرکټ په کچه د اتلسو کلونو څخه کم عمر درلودونکو لوبډلو د زون په سیالیو کې یې ګډون وکړ.
ددغو سیالیو په پایله کې، د کرکټ بورډ ادارې ټاکونکې ډلې ۵۵ تنه پیاوړي لوبغاړي په تمریناتي کمپ کې د ونډې اخیستو لپاره وټاکل چې ددغه تمریناتي کمپ په ترڅ کې به د لوبغاړو پر تخنیکي، تکتیکي، فزیکي او اروایي وړتیا رغونه باندې جدي کار وشي. له تمریناتي کمپ څخه وروسته به ټاکونکې ډله له اړینو ملاحظاتو وروسته ۲۰ تنه لوبغاړي د ملي نولس کلنې لوبډلې چوکاټ ته وروپیژني.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، ځوانو استعدادونو ته وده ورکول زموږ په کاري لومړیتوبونو کې دي ځکه چې همدغه ځوان لوبغاړي زموږ د هیواد کرکټ راتلونکی کره کوي. همدې هدف ته د رسیدو لپاره موږ د کورني کرکټ په کچه له اتلسو کلونو څخه کم عمر درلودونکو لوبډلو ترمنځ سیالۍ په لاره واچولې تر څو په پایله کې یې غوره لوبغاړي راتلونکو پړاونو ته معرفي کړو. دغه جوړښت چې د هیواد کرکټ په وده کې اغیزمن رول لوبولی شي، د کورني کرکټ په جوړښت کې شامل شو او مدام به له نوښتونو سره ترسره کیږي.