ځینې وخت په کم او سپک کار د ژر او ډیرې ستړیا احساس کوو، خو ځینې خلک بیا په ډیر کار کې د کمې ستړیا احساس هم نه کوي اروا پوهانو د هغو خلکو چې ژر ستړي کیږي او د هغو خلکو چې ژر نه ستړي کیږي ځینې لاملونه په ګوته کړي، خو راځي  پدې رازونو پوه شو چې ولې په یو کار کې ژر د ستړیا احساس کوو او حوصله له لاسه ورکوو؟

۱: منظم پلان نه لرو

بریالي انسانان تل د منظم پلان له مخې خپل کارونه پرمخ بیایي، دوي ته کاري پلان ډیر ارزښت لري او د بریا راز یې بولي، موږ چې کله په کار کې ژر د ستړیا احساس کوو، دلیل دادی چې د خپل کار لپاره پلان نه لرو، که موږ خپلو کارونو ته مهال وېش او پلان ونه لرو نو ورځ تر بلې به مو کارونه ډیریږي ورو ورو یې د سرته رسولو توان له لاسه ورکوو او په هر واړه او آسانه کار کې ژر د ستړیا احساس کوو.

۲: پرته له موخو لګیا یو

موخه موږ ته د کار تګلاره او لوری راښئ،پوهان وايي ((هغه کسان چې موخې نه لري تر هغو کسانو ژر مري چې موخې لري))که موږ پرته له تګلارې روان شوو نو څه به په لاس راوړو؟ نه هیڅکله نه! ځکه موږ نه پوهیږو چې په کومه او په څه پسې روان یو، موږ مخکې له دې چې په حرکت وکړو او په یو کار لاس پورې کړو باید خپل لوری معلوم کړو. که موږ له موخو ډک ژوند ولرو په هیڅ کار کې به د د ستړیا احساس ونه کړو.

۳: د سپورت له ګټو بې خبره یو

اروا پوهان او ډاکټران وايي چې سپورټ د انسان بدن او روح ته ډيره ګټه لري، دوي وايي هغه کسان چې سپورټ کوي د هغو کسانو په پرتله په کمو روحي او جسمي ناروغیو اخته کیږي، چې سپورت کوي ځکه ددوي بدن او روح سم روزل شوي او د ناروغيو په په وړاندې کلک وي.

سپورټ روح ته قوت وربښي هغه کسان چې منظم سپورټ کوي د اروايي ناروغیو څخه خوندي وي د دوی ذهن ښه، د فراخ فکر او ډيرې حوصلې خاوندان وي او هیڅکله په یو کار کې ماتې نه مني.

۴: غذايي رژيم نه لرو

د ژر ستړي کېدو یولامل دا هم بلل شوی چې موږ منظم غذايي رژیم نه لروموږ له هغو خوړو سره مینه لرو چې په کمه اندازه وټامین لري او له  خوړوڅخه کرکه کوو چې په کافي اندازه وټامین لري او زموږ روغتا لپاره ګټور وي.

 موږ باید غذا رژیم ته پام وکړ او اصلاح یې کړو او هغه خواړو وخورو چې جسمي او روحي روغتیا ته مو ګټه لري که موږ سم منظم غذايي رژم ولرو نو ذهن مو به ترو تازه وي او د هرې ستړیا په مقابل کې مقاومت کوي.

۵: پوره خوب نه کوو

اروا پوهان وايي (کم خوبي د بېلا بېلو روحي ناروغیو سبب کیږي، د دوی په اند هر انسان باید له اوو نه تر نهو ساعتونو خوب وکړي) کم خوبي هم ددې سبب کېدای شي چې ژر ستړي شو، موږ باید منظم خوب ولرو د شپې په ټاکلي وخت ویده شوو او سهار وختي له خوب جګ شوو تر څو مو د ورځې په اوږدو کې خپل کارونه په سمه توګه سرته ورسوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *