استاد ګل پاچا الفت د درېیمې دورې مفکر او مبتکر لیکوال، شاعر، ژونالیست، ادبپوه، ژبپوه دی او د ادبي تیورۍ د برخې سرلاری دی.

د محتوا، منځپانګې او معنا له مخې د استاد الفت تخلیقات هر ډول مضامین لري، چې ستاینې یې خاص ارزښت لري.

د ستاینو تاریخچه له لرغونې دورې پیلیږي او په دویمې او درېیمې دورې کې هم ډېر داسې شاعران لرو، چې ډېر په هنریت او شعریت برابرې ستاینې یې ویلي دي.

۱د استاد الفت د ستاینو په نظر کې نیولو سره مې وغوښتل چې د دې ستاینې راټولې کړم، چې دا دی د الله تعالی په فضل مې خپل کار بشپړ او دانش خپرندویي ټولنې چاپ کړ.

د کتاب په پیل کې د سریزې تر سرلیک لاندې د ستاینو پر تاریخچې مې ۲۰ صفحې لیکلي دي اوورپسې مې د استاد ځینې ستاینې تحلیل کړي دي، په درېیمې برخې کې د استاد ستاینو ته ځای ورکړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *