ملا صيب چې د کور پر دروازه ورننوت، تناره ته يې پام شو، يوه سورمخې پيغله يې ولېده، چې پر تناره ورځوړند وه، ګريوان يې واز شوی و، په مخ او سينه کې يې د تناره سور انګار بريښيدو. ملا صيب په وازه خوله او وازو سترګو پيغلې ته ورکتل، د دې دروازو له لارې يې د پيغلې دغه رومانتيکه ښکلا وجود ته ورو ورو په ورننوتو وه، په مړژواند زړه کې يې څړيکي تېرې شوې، په وجود کې يې ويده شيطان په نڅا شو، د نفس د شرابو پياله يې وخوځيده، په رګونو کې يې سره شراب وبهيدل .
پيغلې چې سر له تناره راپورته کړ، پر ملا صيب يې سترګې ولګېدې، زر يې ځان په ټيکري کې تاو کړ، ملا ټوخی وکړ، مرۍ يې تازه کړې او د کوټې پر لور لاړ، کوټې ته چې ننوت، ميرمن يې ولاړه وه، ملا چې پر خوله يې د مستۍ موسکا خوره وه، له ميرمن غېږه تاو کړه .
ښځې يې ورته وويل :
ــ پرېږده کار لرم څه بلا اخيستی يې!
ملا چې ميرمن يې په غېږ کې ټينګه نيولې وه، وويل :
ــ په تناره څوک وه. . . . ؟
ميرمن چې دده له لاسونو يې ځان خلاصاوه، وويل :
ــ د زرلښتې لورده، سهار راغله راته وی ويل، چې ته تنور واچوې، زه به هم ډوډۍ پرې پښه کړم، زمونږ تنور خراب شوی، ډوډۍ سمه نشي پخولی . . . .
ملا په خوله کې اوبه راغلې، په لمدو شونډو يې زياته کړه :
ــ دا خو ډېره ښکلې جلکې وه، زوی يې لوی کې، بيخي ډېره مې خوښه شوه . . . .
مېرمنې چې دې خبرې چندان خوند ورنه کړ، په ټوکه يې وويل :
ــ څه ښکلې ده، سره بيزوګۍ ده، په پردي لاس کې کنډک غټ برېښي . . . .
ملا يې له دنګې غاړې کلکه مچه واخيسته :
ــ نه هغه بيخي سره مڼه وه، ښه پښه مڼه، له خوراک سره جوړه . . . .
ميرمن ته يې د خاوند خبرې ډېرې سرچپه ورښکاره شوې؛ نوبې فکره يې داسې وويل، لکه ټوکه چې ورسره کوي :
ــ دا څه ښکلې ده، چې ورور يې وکسې . . . . .
له دې خبرې سره د ملا لاسونه چې له ميرمنې يې راچاپېر کړي وو، سست شول، وموسيد؛ خو موسکا يې داسې وه، چې ملا به ډېر کله د غوسې پر وخت کوله .
***
شپږ اوه مياشتې وروسته، يوه ورځ ملا خپله ميرمن ډاکتر ته روانه کړې وه، په لاره د زرلښتې زوی غيرت په مخه ورغی، دی په رښتيا هم د خور په څېر ښکلی روغ و، ملا ته يې سلام واچاوه، چې د دوی له څنګه تېر شو، ملا په چل خپلې ميرمنې ته وکتل، هغه د شپږ مياشتو پخوانۍ خبره يې په زړه شوه او يو ځل بيا يې پر زړه لکه د تيره غشي ولګيده .
پای
۱۳۹۲/۸/۲۵
کابل