لیکوال
ښار دي اور واخلي

حېران يم چي په هغه کاغز څه وکړم چي دغه مهال زما په لاس کښي دي او دلته مي په کوڅه کښي وموندي . و يې سوځم که يې څيري کړم . دا مهال زما رخ د اديرې په خوا دي او په ګورستان کښي مي د ډېر څه کولو اراده ده . دا وخت زما ماغزه هم نه دي پر ځاي او سر مي پر له ګرځي . يوه خواته خو په ښار کښي چيغي دي او غوږونه مي کاڼه دي .

الوتکي دي چي له لوړه اور را اوروي او ښار يې ټول په کنډوالو ، اور او له وينو ډکي قصاب خانې کښي بدل کړي دي چي له مړو انسانانو داسي ډک دي لکه حلال سوي پسونه او بلي خواته د بېګاه خوب دي چي زما واده له هغي بد زباني ښځي سره سوي وي چي اوس مړه ده او په ژوند کښي به هر وخت له خشمه ډکه وه ، مخ به يې تک سور وو ، څو مړونه يې د خپلي بدي وزي له سوبه وخوړل ، تل به يې ښيرې کولې او په خوب کښي هم راسره په جنګ وي او مات و ګود مي غواړي . بل دغه ښېرا خو به يې هر څوک لړزولي وو چي دې به هر وخت سر تور کړي چي دغه ښار دي اور واخلي ، اخير ولي نه تباه کېږي . اوس زه د ښار په لوي اديرې ننوزم او دا مي اراده ده چي ددغي دوزخي زناني و قبر ته به اور ورکوم چي نن چي ښارله تباي سره مخامخ دي ،نو ټول ددې له سوبه دي او سحار لا په درزنو ماشومان مړه سول ، خو بيا يودم خپل نيت بدل کړم ، بيرته را وګرځم او د هغه اور په خوا منډه کړم چي لږ ساعت دمخه د يوې الوتکي دبم له چاودني بل وي او دلته په دې اور کښي هغه کاغز په کپېدلو لاسونو او چيغو وغورځوم چي ما په کوڅه کښي موندلي وي او د هغه هېواد د مشر انځور وي چي الوتکي يې زما په محصوم ښار بمونه غورځوي .

پاي

اپريل کال 2015

                           ==================

زما مايوسي

اې د ګلستان سرو او سپينو خوشبودارو ګلانو ! څه زموږ د نن ديد به اخيرني وي او بيا به هر سحار په سره شفق زه تاسي ته نه راځم ، له تاسي سره به مينه نه کوم ولي چي دلته څوک زما راتګ نه خوښوي او تل ماته دا احساس راکوي چي زه تر دوي کمتره يم . يو ظالم د سحار باد او بل ښکلي نازک بلبل دي . دواړه ستاسي په شان کښي قصيدې واي او نغمې يې ازانګې وهي ، خو زه چپ لکه ګونګي و دوي دواړو زورورو ته ګورم او ځني سوځم ، خو نه دا ديدن به اخيرني نه وي ، ولي چي خاموش شبنم وماته دلاسه راکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *