خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۱۸

کندهار، افغانستان- د ولايت مقام مرستيال اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چي په کندهار کي د طبيعي پيښو او ناامنيو له امله له بېځايه سوو کورنيو سره عاجله مرسته وکړي.

په دې اړه نن ماپښين په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه چي پکي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئيس او يو شمېر نورو اړوندو مسوولينو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي خواشيني څرګنده کړه چي په يو شمېر ولاياتو کي طبيعي پيښي رامنځته سوي او خلک يې کډوالۍ ته مجبور کړي دي. نوموړي وويل کندهار هم يو له هغو ولاياتو څخه دی چي اوسېدونکي يې د طبيعي پيښو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله کډوالۍ ته اړ سوي دي.

ښاغلي شمسي وويل چي امنيتي ځواکونو په ميوند ولسوالۍ کي عمليات کړي چي يو شمېر کورنۍ بېځايه سوي دي او دغو کورنيو ته بايد ژر تر ژره مرسته ورسول سي. هغه زياته کړه د ميوند په ګرماو سيمه کي د وروستيو اورښتونو له امله ۳۴ کارېزونه له منځه تللي او دوې نجوني پکي په شهادت رسېدلي دي، چي بايد تر ممکنه حده مرسته ورسره وسي. نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چي د يادو بېځايه سوو کورنيو سروې وکړي او دا سروې به مرکز ته ولېږي، تر څو له مرکز څخه هم مرسته ورته راټوله کړي.

د طبيعي پيښو په وړاندې د مبارزې رئيس محمدهاشم سدوزي وويل چي دا مهال له ۱۵۰ بېځايه سوو کورنيو سره د مرستي توان لري چي ډېر ژر به دغه مرسته تر اړمنو پوري ورسوي او پرېکړه وسوه چي تر ټولو مخکي به له بېځايه سوو کورنيو سره د خېمو مرسته کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *