تاند- په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د مازغو د تومور جراحي عملیات کامیاب شول.

دا عملیات په شاه امان الله غازي روغتون کې وشول چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو درملنې ته ځانګړی دی.

د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د شاه امان الله خان غازي روغتون ډاکترانو د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د اوسېدونکي نور احمد د سر تومور، چې د مازغو په حاسه برخه کې و، په کامیابو جراحي عملیاتو کې لېري کړ.

ویل شوي چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت ښه دی.

دا درېمه ستونزمنه او خورا حساسه جراحي ده چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې کېږي.

تر دې مخکې د کابل په سردارمحمد داوودخان روغتون کې د یوې ۲۱ کلنۍ نجلۍ، چې ګوزڼ وهلې وه، جراحي عملیات وشول او هغه یې د دې وړ کړه چې وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *