لېډينګ سټوري اداره

سوله د افغانستان او افغان انسان تر ټولو اولین ضرورت دی ځکه په جنګ کې اسان نه چاغېږي مانا دا چې د جنګ د تبا کوونکو لمبو په منځ کې ممکنه نه ده چې د سیاسي ثبات، اقتصادي پراختیا، ټولنیزي سوکالۍ او کلتوري غوړېدا لپاره

دې کار وشي.

ډاکټر محمد اشرف غني چې په دغو مسایلو علماً پوهیږي، ښایې د همدغه درک او اړتیا له مخي یې تر هر څه مخکې د سولې راوستو لپاره ټولو هغو هېوادو ته د پرلپسې سفرو موزې په پښو کړې چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره موثر دي.

په اول ګام کې ټوله دنیا په دې باور ده چې غم ټول د پاکستان له لاسه راپېښ دی، دغه هیواد د ټولي دنیا د ترهګرو د تولید فعالترینه فابریکه ده؛ د ذوالفقار علي بوټو له وخته چې په افغانستان کې د شهید داود خان واکمني وه، د پاکستان استخباراتو د افغانستان د اسلامي نهضت د مشرانو په نوم یو شمېر افغانان زموږ په هیواد کې د تخریبي فعالیتو لپاره تر خپلې نظامې روزنې لاندې ونیول؛ دا لړۍ یې د افغان– شوروي جنګ پر مهال په علني توګه د لویدیځ په مالي وستراتیژیک حمایت سره په پوره ډاډ پسي و غځوله او دادی تر نن ورځې دوام ور کوي؛ کله چې واقعیت دا ډول دی نو افغان حکومت اړ دی چې له دغه ترهګر پالونکي ملک سره د حل یوې معقولې نتیجې ته ورسېږي او د اشرف غني لومړی ګام له پاکستان سره یوې هراړ خيزي پایلې ته د رسېدو لپاره واخیستل شو،هغه هم له دې اطمنان سره چې پاکستان خپله د هغه اور له ګواښ سره عملاً لاس- ګرېوان دی چې موږ ته یې بل کړی وو.

پر افراطي جریاناتو دوهمه مؤثره حلقه د سعودي په مشرۍ عربي نړۍ ده ځکه افغان ولسمشر له دوی سره مسلسلو خبرو ته دوام ورکړی دی.

دریم لوی ځواک چین دی چې په افغان سوله کې اغېزناک واقع کېدای شي ځکه له یوی خوا یې ترهګري د راتلونکو اقتصادي ستراتېژیو په مخ کی لوی ګواښ دی او هم پر پاکستان خاص تاثیر لري ځکه رئیس جمهورغني پر دغه ملک زیات تمرکز کړی دی.

ډیره مهمه دا چې د سولي په راتګ کې د امریکا نقش فوق العاده زیات دی او که دغه هیواد په رشتیبا او صادقانه توګه وغواړي یوي سرتاسرې سولې ته لار هوارېدای شي؛ حالات داسي ښیي چې نور لکه چې امریکا د سولې راتګ ته اړتیا لیدلې ده او دغه هیواد ته د ملي وحدت حکومت د مشرانو تګ او هلته د اشرف غنې د ویناوو، لیدنو– کتنو تاثیر او تود هر کلی د دغه حقیقت ښکارندویې کوي.

شک نشته چې افغانستان دا وخت له ډېرو سختو شېبو څخه تېریږي ځکه ټولو کورنیو، سیميیزو او نړیوالو سره ورته او هم متضادو شرایطو، سیاستو او تمایلاتو ته یو واحد استقامت ور کول اسانه خبره نه ده، ډیر امید شته چې هر څه یوه مشخص لوري ته ور برابر شي خو په دي منځ– منځ کې یو شمېر مغرضې خبیثه کړۍ شته چې په سوله او ثبات کې خپلې ناروا شخصي ګټې او مافیايې واک و ځواک په خطر کې ویني او په یو ډول د ډولو هڅې کوي چې د ولسمشر غني د سولییزو هلو- ځلو په مخ کې خنډونه واچوي.

له نېکه مرغه چې نور د افغانستان، سیمې او دنیا په کچه زموږ په هیواد کې د سولې لپاره یوه اجماع د رامنځته کېدو په حال کې ده، غله، غاصبان، قاچاقبران، مافیایې سرګروپان او زورواکان له مزاحمته پرته بله لار نه لري خو افغان روشنفکران، وطنپرستان او درانه وطنوال باید د سولي په لار کې د هر ګام اخیستو مرسته او ملا تړ وکړي، ځکه له سولې پرته انساني ژوند رونق نه مومي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *