تیرلوی اختر کورته تللی وم د اختردلمانځه لپاره د بولدک ولسوالۍ هغه لمانځه ځای ته ولاړم چي د اختردلمانځه لپاره غوره سوی و.
ماخپل کوچني وروڼه له ځانه سره بوتلل ډیر خلک راغلي و ملایانو خبري وکړي،دوالي پیغام ولوستل سو دنوي اداري پیغام ولوستل سو دنوې اداري خبري وسوي بس په دې وخت کې یو دقومي مشرانو څخه هم ددريځ سرته راوغوښتل سو نوم یې رضاخان اکا و، درضاخان اکاخبري مي ډیري خوښي سوې نوموړي یوڅه وخت په عربي هیوادونو کې تیرکړی و،دعربو د مزدورۍ اوخوارۍ په هکله یې خبري وکړي يوڅه وخت یې دعربو په بند کې هم تیرکړی و.
خو یوه خبره چي د ولس څخه یې غوښتنه لرله دا وه چي خپلو اولادونو باندي زده کړي وکړئ نړیوال ټول بوخت دې زده کړي کوي اوخاص یې دنجونو دتعلیم په هکله وویل:
ای خلکو ګورئ چي په پاکستان کې دمولانا فضل الرحمان اوقاضي حسین احمد لوڼي په بهر کې زده کړي کوي نو تاسو خو په خپل کور اوکلي کې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړئ چي تعلیم وکړي چي ښځینه ډاکتره ولرو،ښځینه معلمه ولرو دا دهغوی حق دی.
ده دا هم ویل چي موږ په بولدک کې دنجونو ښوونځی نه درلود خو اوس موله حکومته دنجونولپاره درته ښوونځی منظورکړی دی نو خپلو لوڼو ته اجازه ورکړئ.
یوه بیلګه یې زموږ ولسمشریاد کړ ویل:
ای خلکو ګورئ موږ دنوي ولسمشرمبارکۍ ته تللي و هغه وخت زموږ اوسنۍ اداره جوړه سوې وه، ویل يې زموږ ولسمشرکوچی دی خو زده کړي يې وکړې نن دنړۍ په سطحه دریم کس دی ګورئ دهغه لور تعلیم کوي نو ستاسولوڼي ترچاکمي دې.
که همداسې زموږ نور قومي مشران وهڅول سې،ملایان،
خبري يې زما ډیري خوښي سوي چي نن زموږ مشران ځي دنجونولپاره ښوونځی غواړي،درس غواړي،تعلیم غواړي نو اوس خلک ښه سوي دې چي داختر په لمانځه کې یو قومي مشریاملک دا خبره کوي اوس نو لږ رابیداره سوي یو خو دا به نوره مبارزه لا هم وغواړي چي موږ په دې لاره کې ټول پراته خنډونه لیرې کړو،دهیواد هري سیمي اوټولو بچیو ته دزده کړو لارهواره کړو نن هرپلاراوهره مور غواړي چي اولاد یې زده کړي ولري خو دوي ته په لوي لاس خنډونه جوړ سوي دي یا ورته زمینه نه ده برابره سوي که موږ ورته زمینه برابره کړو اوکار ورته وکړو نو زما په فکر زموږ به په راتلونکو څوکلونو کې دبيسوادۍ کمبله دهیواد دټولوسیمو څخه ټوله کړو.
ټول وګړي به مو زده کړي ولري هم نارینه هم ښځینه.