تاند- په غزني کې د سړک د غاړې په چاودنه کې نن ۱۲ تنه سپرلۍ ووژل شوې.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«نن سهار د سړک د غاړې بم د سپرلیو د یوه موټر په لاره کې وچاودېده، دوولس تنه یې ووژل او موټر اور واخیست.»

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ تاند ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د سهار په اته بجې د دغه ولایت د خوږیاڼي او قره باغ ولسواليو ترمنځ د ملا او چهار کلا د سیمو ترمنځ وشوه.

فیق وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه دی څرګند.

له دې سره په یو وخت نن په ننګرهار کې په انتحاري حمله کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ وویل چې په دې برید کې بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو څلور تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې امریکايي پوځیان په نښه کړي خو دې ډلې تراوسه پوري د غزني د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *