د افغانستان متحد ملت ګوند

علي محمدنظري ـ ښرنه –

دافغانستان متحدملت ګوندمشرعبدالرحیم ایوبي وایې چې دچورچپاول،ظلم اوبربریت پروړاندې یې دریځ ټینګ دی اوخپلې مبارزې به دوام ورکوي.

نوموړي دغه خبره دوري په ۲۱مه،په پکتیکاکې دخپل ګوند ددفتردپرانیستې په مراسیموکې وکړه.

له دې امله دیادولایت په مقام کې په رابلل شوې غونډه کې پرنوموړي اودګوندپه اداري غړو سربېره دپکتیکاچارواکو،قومي مخورو اوځوانانوپه کې ګډون کړی وو.

دافغانستان متحدملت ګوندمشراوپه ولسي جرګه کې دخلکواستازي عبدالرحیم ایوبي دپکتیکاله خلکوهیله وکړه چې دروانوناخوالو،بربریت،چورچپاول اوشته ستونزو پروړاندې ددې ګوندسره متحد شي.

نوموړي خلکوته په خطاب کې وویل:((دیوه شپون اوستاسې دکشرورور په توګه له تاسې هیله کوم چې دخاوري،ملي ګټو اویتیمانوددفاع لپاره، نه دشخصي هدف لپاره له دې ګوندسره یوځای شئ.))

ایوبي وویل چې دنفاق اچوونکوکړیو،ظالمانو اودهیواد ددښمنانوپروړاندې به خپلې کلکې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز په پکتیکاکې دایتلافي ځواکونو دولایتي ډلې یا پي،آر،ټي په ساحه کې دجوړوشویو تاسیساتو چوراوغلاته اشاره وکړه چې دوخت دوالي اونورو چارواکو لوی لاس په کې وو،اوویې ویل دوی دداسي فسادککړو اومفسدوڅېروپروړاندې ټینګ ولاړدي اوددوی څېرې به ټول ولس ته رسوا کوي.

دافغانستان متحدملت ګوندمشرله پکتیکاوالو وغوښتل چې دحق خوړونکو پروړاندې بغاوت وکړي.

ده زیاته کړه چې ګوندیې نه دحکومت اونه دکومي مؤسسې مرستې ته اړتیالری،دوی به یوازي دخپلوقومونوپه مرسته په حرکت کې وي.

په پکتیکاکې دیادګوند ددفتراستازي عبدالغني پکتین وویل چې تراوسه ددې ولایت لسګونوخلکو ورسره دګوند دغړیتوب لپاره نومونه لیکلي دي.

ده په غونډه کې له برخه والوهم وغوښتل چې دخپل ولس دیوموټیوب اوملي‌ګټودخوندیتوب لپاره ورسره یوځای شي.

دولایت مرستیال عطالله فضلي سیاسي ګوندونه اړین وبلل اوویې ویل دوی دهرهغه چاملاتړ کوي چې منظم پروګرامونه ولري اوګوند یې دخلکودنظرونو پراساس رامنځ ته شوی وي.

فضلي له افغان متحدملت ګوندسره دولایت په استازیتوب دبشپړې مرستې ژمنه وکړه.

دپکتیکایوتن قومي مخور اودولایتي شوری پخواني رییس نواب خان وزیري دپکتیکادخلکو له قربانیوڅخه یادونه وکړه چې دامیرآمان الله له وخته تراوسه یې دحکومتونوپه جوړېدوکې مهم رول ترسره کړی.

نوموړي زیاته کړه:((دپکتیکاغیور ولس هروخت سترې قربانۍ ورکړې،ددې ولایت څه باندې درېیولکووګړو دسرپه بیه په ډېروسختوشرایطوکې رایه ورکړه،ولې تراوسه ددې خلکواړتیاوو اوستونزوته هیڅ پاملرنه،نه ده شوې.))

دافغانستان متحدملت ګونددسیاسي کمېټي مسؤل هارون بارکزي دخپل ګوندپه اړه دغونډې ګډونکوونکوته مالومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه چې یادګوندپه ۱۳۹۰ لمریزکال کې دخلکو له مشورور وروسته رامنځ ته شو اوموخه یې دخلکودسیاسي،کلتوري،اوعلمي دریځونوڅخه دفاع ده.

دده پرویناچې دافغانستان متحدملت ګوند تراوسه دهیواد په ۲۴ ولایتونوکې سیمه ییزدفترونه لري.

دویلوده چې دغونډې له پای ته رسېدو وروسته دپکتیکادښرنې په ښارکې دافغانستان متحدملت ګوند دفتردپټۍ په پرې کولوسره پرانیستل شو.

One thought on “ایوبي : د چورچپاول او ظلم پروړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *