لیکنه: شفیق امیرزی د انساني ژوند تر ټولو لویه ځانګړنه د نظر او فکر اختلاف دی، خو کله کله دا فکري اختلاف په انساني ټولنو کې د دښمنی، جګړو او خشونت سبب شي. موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې د هر انسان نږدې ټول عمر په جګړه کې تېر شوی، دلته انساني ژوند په وروسته پاتې پوړیو کې پاتې شوی، هر چا خپل فکر په یوه تاخچه کې اېښی او خپله هر پریکړه یې یا په خپله خوښه یا د وخت د جبر له وجې په احساساتو کړې ده. د احساساتي پرېکړې او هغه پریکړه چې د فکر په بنسټ را منځ ته شوې وي ډير توپير دی، احساساتي پریکړې یوازې احساسات له ځان سره لري خو هغه پریکړه چې تر لږ فکر وروسته کېږي، په هغې کې عقل، پوهه، کړه وړه، دود، دستور، مذهب او دې ورته نور د انساني ژوند وړتیاوې پکې برخه اخلي، ځکه کله چې موږ پریکړه وکړو نو عقل مو هر هغه څه زموږ مخې ته ږدي چې زموږ له ژوند سره اړیکې لري، عقل درته وايي چې د دې مسلې په اړه ستا په دین کې دا لاره ده، د دې ستونزې د حل لپاره ستا په دود کې دا خبره ده او او قانون دا حکم کوي. نو هغه پرېکړې چې د فکر او عقل پر بنسټ را منځ ته شوې وي تر هغو پرېکړو چې هغه د احساساتو او بې ځایه غیرتونو په بنسټ را منځ ته شوې وي ګټورې او پر ځای وي. انساني ټولنه په اصل کې د توپيرونو ټولګه ده، همدا توپیرونه دي چې په ټولنه کې د فکرونو د شریکېدو سبب کېږي او همدا توپیرونه دي او د فکر اختلافونه دي چې د ټولنې ستونزې حل کوي، او په ټولنه کې شته ستونزو ته حل لارې پیدا کوي. هغه ټولنې په نوو فکرونو سمبال وي چې هلته فکري اختلافونه وي، د یوه او بل له فکره نوي فکرونه را وباسي او انسانان کوښښ کوي چې دخپلو فکرونو د تل پاتې کېدو لپاره دلایل راوړي نو همدا دلایل نوې لارې پرانیزي د پرمختګ په کلي کې نوې ودانۍ جوړوي. په ټولنه کې انسانان د سند توپیر لري، د مال او شتو په سبب توپیر لري، د علم له کبله توپیر لري نو همدا ډول دا چې انسانان سره توپير لري د دوی افکار هم توپير لري، هغه ټولنې مخ پر وده دي چې دهغوی فکرونه یو بل سره په ښه توګه یو ځای کېدای شي او له اختلافونو څخه د راوتلې پایلې ګټه پورته کوي. هغه ټولنې چې هلته فکري اختلاف نه وي، مړه نغري ته ورته وي سوړ پروت وي او هېڅوک کار نه ورباندې لري، پټه خوله ټولنې هم همداسې دي چې د وخت په تېرېدو خپل ښتون او فکري استقلال له لاسه ورکوي. خو هغه ټولنې چې د فکر جنګولو وړتیا لري، د فکر د ادلون بدلون لپاره هڅې کوي هغوی د دې وړتیا لري چې خپل هر څه سم کړي، او د فکرونو د شریکولو له لارې هغوی ډیرو لویو مسلو ته حل لارې پیدا کولی شي، هلته د لوی او واړه نظر ته درناوی وي او هلته خلک تر جسامت فکر ته ډیر ارزښت ورکوي، او تر الفاظو مطلب ته ډیر قیمت ټاکي، خو په وروسته پاتې ټولنو کې بیا خبرې پر جسامت او الفاظو را څرخي په حل لاره پسې څوک نه ګرځي د هغه چا نظر د قدر وړ دی چې په هغه په ټولنه کې یو څه لوړ وي په مادي لحاظ او یاې کاذب معنوي شخصیت جوړ کړی وي، خو د هغه چا سم فکر او نظر ته درناوی نه وي چې هغه په ټولنه کې څه ټیټ موقف لري، ټولنه باید دې ته متوجه شي چې له داسې کسانو سره ډیر لوی فکر وي چې موږ هېڅ ګومان هم پرې نه شو کولی. خو متاسفانه زموږ په ټولنه کې دا زغم نشته چې د بل فکر دې وزغمو، موږ په دې خبرو پر مخ روان یو لکه یو چا ته یې پلار واده کړی دی هغه یې زوی ته وايي چې زه هم په خپله خوښه تا ته واده کوم ځکه پلار مې ما ته په خپله خوښه کړی دی د هغه نظر ته درناوی نه لري د مشرانو انتقام له خپلو راتلونکو نسلونو اخلو. همداسې که راشو په ټولنه کې هر څوک هر څه چې وکړي د بل خبرې ته غوږ نه نیسي یا د بل نظر نه پوښتي، نه غواړي چې ځان بل ته کم وښيی، خو په دې خبره به سر خلاص کړو دا بده نه ده چې له چا څه وپوښتو خو دا بده ده چې په څه پوه نه وو. سمه ده نورو فکر او خبره د نه منو، خو دومره خو د وکړی شو چې د خپلو نه منلو لپاره دلیلونه راوړو، راځی په ټولنه کې د یو بل زغملو دود پلی کړو، که څوک تر موږ لوړ دی د دې پر ځای چې د هغې پښې ووهو راځي هغه ته ودې نوره زمینه هم برابره کړو، د نورو مثبتو افکارو ته درناوی وکړو او خپل مثبت فکر وروزو، ښه به دا وي چې هر سړی د خپل ځان تعریف پیدا کړي، خپل شخصیت دې و پيژني د خپل شخصیت سره سمه دې د راتلونکې ژوند لپاره تګلاره جوړه کړي. له هر چا سره د په هر موضوع باندې هوکړه نه کوي، او داسې کس د هم نه وي چې د هر چا د فکر پیروي وکړي یوازې د هغو افکارو پیروي د وکړي چې علمي او عقلي بنسټ او دلیل ولري، زموږ یوه تشه دا ده چې هر کس خپل شخصي فکر نه لري موخه مې دا ده چې فکري استقلال نه لري، دا چې ټولو ته ستاسې موقف مالوم وي نو ښه دا ده چې ستاسې فکر او فکري لاره معلومه وي، نه دا چې د هر چا په خوله مات وی. هغه کسان چې مستقل فکري شخصیت لري نور شاوخوا کسان یې دهغوی په اړه ځان تعریف یا پيژاند لري ژر به درته ووايي چې پلانی دا عادت لري، د دې مسلې په اړه به یې نظر داسې یا هسې وي، خو ډیر داسې کسان به وي چې د خپل شخصیت سره یې سم ځان ته مشخص فکر نه دی غوره کړی نو ځکه خلک وايي چې پلانی مرموز سړی دی، یا وايي په خوله مات دی چې هر څه ورته وايي مني یي. سره له دې چې خپل افکار روزو، د نور افکارو ته هم باید درناوی ولرو، د خپلو فکرونو د شریکولو لپاره ښه لاره غوره کړو، که د نورو له افکارو یا نظریاتو سره څه اختلاف لرو، نو په ښو الفاظو او ښو کلماتو د هغوی په وړاندې عقلي او یا هم پر ځای دلیلونه وړاندې کړو. ښه به وي چې زغم ولرو دا وکړی شو چې د نورو فکرونو او نتقادات هضم کړو، هغه کس ښه وده کولی شي چې د فکرونو له اختلاف او انتقادونو له ګزارونو ښه پایله واخلي. دا امکان لري چې له خپلې ټولنې د یو بل د رټلو دود ټول کړو په خبرو او الفاظو د یو بل نمګړتیاوې له منځه یوسو د زغم لرونکې ټولنې بنسټ راتلونکو نسلونو ته کېږدو.