وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې پر یوه تر کار لاندې برېښناکوټ برید کړی او لږترلږه ۲۰ تنه کارګر یې په داسي حال کې وژلي چې ویده ول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر اکبر حسین دراني وویل، دا برید نن سهار وختي له تربت ښارګي ۱۵ کیلومتره لېري په یوه جوړېدونکي بند کې وشوه.

تربت ښارګی د ایران پولې ته نژدې دی.

ښاغلي دراني وویل چې اکثره وژل شوي کارګر د نورو صوبو اوسېدونکي دي.

د ده اشاره دې ته وه چې حمله کوونکي د بلوچستان بېلتون غوښتونکي جنګیالي دي.

بلوچ بېلتون غوښتونکي د یوه خپلواک بلوچستان لپاره جنګېږي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې حمله کوونکي پر ویده کارګرو له ډزو وروسته په موټرسایکلونو کې وتښتېدل.

د ده په وینا په دې پېښه کې درې کارګر ټپیان شوي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *