صنعتي اوښتون سره لدې چي د بشر د پاره ئې ډېري اسانتياوي برابري کړي،خو ددې تر څنګ د ډېرو بدبختيو سبب هم و ګرځېد.
د دې اوښتون په پايله کي بې کاري ډېره سوه ددې مخکې به د توليداتو په تيارولو کي بې شمېره خلګ په کارونو اخته وه خو اوس د هغو ځای ماشينونو وه نيوئ او د کاريګرو لاسته راوړنه(اُجرت)کم سو ، ټولنه پر دوو ( پانګوالو او نېستمنو ) ډلو و وېشل سوه ، پانګوالو به په لږو پيسو د کاريګرو د اړتيا څخه ګټه اخسته او ډېر توليد به ئې تر لاسه کاوه پدې سره به د هغه د ژوند کچه لوړېده او کاريګر به د يوې څخه بلي ورځي ته دخوارۍ سره مخامخ کېده پايله يې داسوه چي د کارګرو او پانګوالو تر منځ ډله ايز(طبقاتي)کشمکش پيل سو د کارل مارکس اشتراکي فلسفه د همدغه کشمکش زېږنده وه.په صنعتي اوښتون کي ماده پرستي د ژوند يوازينۍ موخه وګرځېده،دخلګو په ذهنونو کي ماده پرستي داسي مېخ سوه چي انساني درنښت له مينځه ولاړ اخلاق تر پښو لاندي سوه د اړو خلګو له اړتيا ئې د ځان چاغولو کار واخسته ، پدې وخت کي د اقتصادي اندونو په نامه نيمي نړۍ د برې په شکل زهر پر سر واړول .پانګوالو ( د اقتصاد پوهانو په نامه ) په انسانانو ناشولتي لوبي وکړې چي لارواني دي. د ۲۰ مې پيړۍ د وروستۍ لسیزي په پای کي ډېري ګونګوسې را ولاړي سوې، چي ښایي د ۲۰۰۰ ع کال د جنوري میاشتي په لومړۍ نېټه کي پرته د فني ستونزو وړاندویني ټولي کمپیوټري شبکې له ستونزو سره مخ سي او د پام وړ زیانونه به ولري: د اوبو او بريښنا سیستمونو ویش، د اورګاډي پټلۍ، د تیارو هوایي کرښي، د لوړپوړو ودانیو ليفټونه، د پوسته خونو سیسټم او داسي نور به له خپل عادي حالت څخه ووځي او دا امکان سته چي خلک به د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان سي او آن تردې چي د یو شمېر خلکو د مړیني لامل به وګرځي. دغه ستونزه چي( واي ټو کې )په نوم پېژندل سوی و، تر دې بریده تبلیغ سو چي په پرمختللو هیوادونو کي خلکو د خوراکي توکو زېرمه کول پېل کړل او په ټولو ځاینو کي ډار او وېره خپره سوه. د کمپیوټري وسایلو تولید کوونکو غټو شرکتونو دغو بې بنسټو خبرو ته د نورو په پرتله ډېره لمن وهله او تبلیغ ئې کاوه چي د کمپیوټري نویو محصولاتو په رانيولو سره چي هیڅ فني ستونزي نه لري، د ۲۰۰۰ ع کال په وړاندي ځانونه چمتو کړئ او پدې توګه پانګه والو بې حسابه پانګه ترلاسه کړه. د ۲۰۰۰ ع کال د جنوري میاشتي په لومړئ نېټه د نا وړاندویني پېښو د رامنځته کېدو له امله خلکو غوره وګڼله چي له خپلو کورونو دباندي ونه ووځي، لیکن له دغو علایمو څخه چي دمخه تبلیغ کېدل، ونه لیدل سول او دغه ورځ په خېر او خیریت سره تېره سوه او هیڅ ډول پېښه رامنځته نه سوه.
په ۲۰۱۲ع کي کال اوازه سوه چي په ۲۱ م ډيسمبر۲۰۱۳ع به قيامت وي خو وروسته ښکاره سوه چي دا انډوخر دميکسيکو د هيواد ټورسټي دلي ددې دپاره جوړ کړی وو چي ډېری سيلانيان ور وغواړي،ويل کېږي چي د سيلانيانو د ورتګ له لاري يې۱۵ مليارډه ډالره ترلاسه کړه بايد و ويل سي چي د افغانستان د ۱۳۹۲ل کال کلنۍ بوديجه ۷مليارډه ده .
په ۲۰۰۳ع کي د( اينټراکس وايرس ) په نامه په ټوله نړۍ کي يو ډول په کېمياوي زهرجنو موادو لړلي ليکونو د ډېرو انسانانو ژوند واخيستئ،وروسته ښکاره سوه چي دا وايرس دامريکا يوې درمل جوړونکې کمپنۍ ددې دپاره خپور کړئ وو چي خپل واکسين ( چي ددې وايروس درمنله يې کوله ) وپلوري.
په ۲۰۰۷ع کي چي کله دهالېووډ له لوري د ( مېسيج ) په نامه د اسلام دخپرېدا فلم خپور سو په همدې موده کي پر ماجتونو دشپې لخوا ځيني نا پېژاندو خلګو خبرتياوي ټک وهلې ، چي که هر چا د مېسيج فلم وکاته ماينه پر طلاقه ده، ډېر ژر ابزرور ورځپاڼي رپورټ ورکړ چي دا خبرتياوي دهاليوډ لخوا ددې لپاره خپرېدې چي فلم يې ښه ډېر کتونکي ولري چي بريالي هم سوه.
په ۲۰۰۶ع کي د اسيا په ځينو پاته هيوادونو کښي اوازه خپره سوه چي که په ټليفون کي ناڅرګنده شمېره وونئ نو تر غوږنومو ويني راځي چي دا ويني تر مرګه هم نه درېږي،ډېر وخت خلګ د دغه نعمته بې برخي سوه ، خو وروسته ټولي اوازې درواغ سوې،خو تر ننه هيڅوک هم ندي په پوه سوي چي دا کار چا ولي او څنګه وکړ؟.
تېر کال په ګرځندو ټليفونونو کي يوه ميسيج خورا ګرم بازار پيدا کړچي پکښي ليکلي وو”.. پر تشناب کاغذ باندي د الله او د هغه د استازي نومونه ليکل سوي که مسلمان يې؟ همدا اوس دغه پيغام نورو مسلمانانو ته هم ورسوه ددې پېغام په لېږلو سره به د خوښۍ خاوند سې او په نه لېږلو سره به د غم خاوندان سئ..”وروسته ښکاره سوه چي دا ميسيج دکمپنيانو لخوا دخپل تجارت لپاره جوړ سوي وو يوه چا لا دا هم راته وه ويل چي دغه تيوري په لاهور کي داقبال پوهنتون د اقتصاد پوهنځئ يوه زده کونکي ( نبيل زاهد ) په ډېره لوړه بيه پلورلې ده؟.
که ټولنيزو شبکو بيا فېسبوک ته پام وکړئ هره ورځ په لسګونه حيرانونکي انځورونه لکه پر هندوانه،حيواناتو،ونو …. د الله نومونه ښکاره سوي،همدارنګه په عيسوي ټولنه کي پر همدغه هندوانه،حيواناتو، ونو… باندي د صليب نښه انځور سوې چي په دواړو ټولنو کښي يې د فېسبوک ډلي ته ډېري ګټي کړي،ځکه دا کار د فيسبوک د ځيرکو ځوانانو لخوا پداسي ډول تر سره کېږي چي تر ډېره خلګ ورباندي شک نه کوي له همدې امله فېسبوک لرونکي خلګ تر سلګونو مليونه واوښتل!؟.
ځيني شرکتونو دکسات ( غچ ) اويا داقتصادي ځغستا پر بنسټ يو د بل پر توليداتو دالله نومونه وليکل تر څو له دې لاري يې تر شا پرېږدي چي ښه بېلګه يې په کوټه کي هغه مڼې دي چي په کارټونونو کي ئې د قران پاڼي ومندل سوې. وروسته لاريونو ته خبره ورسېده ، څوک چي په کوټه کي اوسي هغه ته دا خبره ښه روښانه ده چي د ځايي کروندګرو اېرانۍ ارزانه مڼې په زيان وې ځکه چي خپلي مڼې يې له خاور سره خاوري کېدلې نو د قران د سپکاوي په نامه يې اېرانيو پانګوالو ته داسي سوک ورکړ چي بيا به په ډېر وخت خوله نه کړي سمه،حال دا چي اهل تشيه هم قران ته همدومره درناوی لري لکه سنيان چي يې ورته لري ؟!
ولي داسي يو؟
اروا پوهان وايي “..کله چي يو شی پرلپسې ( په متواتر ) ډول سره بيا-بيا کېږي ډېر ژر دکلتور برخه ګرځي..” موږ دومره ډېر تېر وزو چي پوره نسلونه مو پکښي راتللاي سي خو د مخکي تېروتني څخه هيڅ نه زده کوو او همداسي تله پر تېروو.ستړي هم سو خواري او زحمت هم وباسو خو پر هغه سربېره يې پايله ناوړه او شرمونکې وي لکه ټکې ته سجده !.
زموږ بله نیګمړتيا په مذهب کي د لېونتوب تر کچي ډوبېدل دي چې و نورو ته دا وخت ( چانس ) ورکوو چي زموږ له اړتيا ګټه واخلي.
تر څو چي په موږ کي د تېروتني څخه د ځان ساتلو کلتور نه وي راغلی همداسي به خپلي پښې لکه مچ مروړو او پدې به ځان خطاباسو چي خدای دي مي پر ايمان فضل کوي او یا هم وايو چي ځکه خطاوزو چي کړني ( عمل ) مو ندي سمې،خو خبره داسي نده،که مو پر وخت کار ته تياری درلودلای داسي به نه وای چي غوږ مو نه کاته خو په سپي پسي مو منډه وهله زما له انده هغه موږ يو چي پر کليمه هر څه ورکوو خو په معنا يې نه پوهېږو! .
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴