اجرايي رييس

خبرپاڼه

تاریخ: 22 حمل ۱۳۹4

کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د ځانګړي ادارې له سرمفتش جان ساپکو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کي، چي نن په سپېدار ماڼۍ کي وسوه، د سیګار ادارې مشر د افغانستان اجرائیه رئیس ته خپل وروستی راپور وړاندي کړ او د هغو فعالیتونو معلومات یې ورکړل، چي اداره یې افغانستان کي سرته رسوي.

جان ساپکو وویل، دوی حاضر دي، چي له افغان حکومت سره د فساد په له منځه وړلو کي مرسته وکړي او هیله لري، چي حکومت به ورسره په اړوندو برخو کي خپل نظرونه، پیشنهادونه او معلومات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی د فساد په له منځه وړلو کي هر راز کار کولو ته ژمن دي او د پولیسو او قضا په برخو کي د شفافیت لپاره هڅي کول، د فساد له ختمېدا سره مرسته کولای سي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سیګار له مشر سره په ننۍ لیدنه کي وویل، چي حکومت یې د فساد له منځه وړلو او شفافیت لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی به له هر ډول مالي او اداري فساد سره قوي مبارزه کوي او هیله لري، چي سیګار هم ورسره له خپله اړخه لازمه همکاري وکړي.

ډاکټر عبدالله وویل، افغان حکومت هیله لري، چي سیګار به د فساد له مخنیوي کي خپل مثبت رول ولوبوي او په اړوندو برخو کي له حکومت سره د خپلو پلټنو نتیجې شریکي کړي.

هغه یادونه وکړه، چي افغان حکومت د فساد د مخنیوي او شفافیت لپاره د یوې ځانګړي ستراتیژۍ، چي پکښي لرلید او اوسنی وضعیت دواړه ځای سي، اړتیا ویني او په دې برخه کي به کار کوي.

اجرائیه رئیس د سیګار له مشر څخه وغوښتل، چي په خپلو کارونو کي د لنډمهالو پروژو پر ځای اوږدمهالو هغو ته توجه زیاته کړي او د دویم لاس قراردادونو د اجرا مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *