تاند- افغان چارواکي وايي چې په خوست ولایت کې یې د وروستۍ د مظاهرې د انتحاري حملې په تړاو څو تنه نیولي دي.
د خوست په خونړۍ تروریستي حمله کې ۲۱ تنه ملکي مظاهره چیان ووژل شول او د ولسي جرګې د یوه غړي همایون همایون په شمول ۶۶ نور ژوبل شول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي ��ې پنځه تنه یې د خوست د مظاهرې په لړ کې د انتحاري حملې د طراحۍ په تور نیولي دي. د دوی په وینا په نیول شویو کسانو کې ۴ تنه د خوست ولایت اوسیدونکي او یو د خیبر پښتونخوا اوسیدونکی دی.
ملي امنیت په یوه په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حمله په کورمه ایجنسۍ کې طرحه شوې او په نیول شویو کسانو کې د حقاني شبکې یو قومندان انورالدین د قیام الدین زوی او وحید الله د محمد خان زوی هم د همدغې ډلې غړی دي.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې انتحاري حمله د عطا الله مشهور په شاه غلام د پاکستان د پنجاب ایالت د اوسیدونکي له خوا شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې د خوست د والي مخالفو مظاهره چیانو ادعا کړې وه چې انتحاري حمله کوونکی د والي له کوره ورغلی و.
ګرانو لیدونکو اوریدونکو سلامونه می ومنی !
هر څه چه وشول مړی زخمیان به هر ګز دا هیر نکړی چه دغه غمیزی انګیزه چیرته او ولی وشوه ؟
که چیری جبار نعیمی چه دخوستولو دعزت او شرف دښمنچه په کراتو مراتو ورنه خواهش شوی وو چه دخوسته ووزهکه چیری په هغه وخت وتلی وه دغه ناورین به نه وو رامنڅ ته شوی ددغه غټی او لوی فاجعی مسولیت مستقما دده په غاړه ده
رابه شو هغه اوتی بوتی دروغ او پرو پګندو ته چه جبار نعیمی دخورشیدتلویژیون -لمر –کابل نیوز ژوندون – وغیره میډیاو له لاری په زیړه بڼه کړیدی .
۱-دده هره خبره په خدای دهغه په پیغمبر او دخدای په قران سر چه ما تعهد کړی زه خدمت کوم زه چوکی نه غواړم واوا څومره ښه خدمت کوم خدمت منم چه قتل دکړی-ترور دکړی توهین دکړی کدرونه دوشړل -دوسیی دجوړی کړی او دمرګ او ژوبلی باعث شوی .
۲تا وویل چه پنڅه (۵) کاله پحوا دخوست اداره ؤنګه وه والیان په ۷ میاشتو کی دفتر ته تللی نشول افرین واوا څومره ښه ته فکر کوی چه خوستوال مړه دی طاهر خان صبری ستا معاون -قلندر زی -مرحوم ارسلا جمال -پتان دغه بز دله وو بیکاره وو بی جراته وو ؟ نه دغه والیان ټول مسلکی په کار پوه او مهرابانه والیان و خو یوازی ته پکی فاتل بی رحمه بیکاره مدرسی نه فارغ والی وی چه خوست ددغه حال ته راورسولو
۳-دخوست قومونه دتر ابده ددښمانی څښتنان کړل تا ته چا اجازه در کړی خلاف دقانون چه ددولتی څمکو په ویښ قومونه جوړ کړه هغه اسناد چه دسر پرستی په دوره کی داور ګانهای محل ته لیږلی او تاته بیرته تو صیه شوی هغه ټول په خوستوالو ته ډالی شی.
کومه څمکه تا له غصبه خلاصه کړی مهرابانی وکړه وښایه ؟ څومره دغصب نه حلاصه څمکه داملاکودفتر کی په دولتی املاکو ور علاوه کړی صفح او جلد یی وښایه .
۴- داسی ووایه چه حومره څمکه دغصب کړی ده او حومره دویښلی ده
۵دخوست مظاهری تا وویل چه په پیسو پاکستانی مهاجر اخیستی شوی عکسونه یی شته واوا دومره غټ او لوی بهتان او دروغ ټولو خوستوالو چه ستا دظلم او بی عدالتی نه تر ستونی راغلی وو ګډون کړی وو او تا بیرحمانه څوک شهیدان کړل او څوک ژوبل خدای دتباه کړه
۶-څومره ښه محاسبه دکړی خیمی دمهاجرو ریاست وی حو تاته ډیر دقیق معلومات وو چه یوه خیمه ۴۰۰۰ قیمت لری ټول ۶۰ لکه افغانی دا له کومه شوی داوصولی او همایون سره کښینه چه درته صفا صفا حساب در کړی مه ډاریږه
۷-دڅمکی دتبادلی په اړه درنده اسناد شته او تا جغلی تری جوړ کړی او موږ دبی رحمانه دهغه قاضیانو او څارنولانو په ذریعه ټوک ټوک کړو چه تا یوه یوه نمبره څمکه ورکړی وه او موږقانون منلی او تطبیق کړی وو او قانون راخلاص کړو نه وکیل صاحبانو
۸دخوست دهندو فارم اسناد راسره شته جه تا رویداد دجلسی رالیږلی جه دغه پروژه دمیلمه کوټ ته انتقالشی ا فارم تحقیقاتی دجوړ نشی ستا پیشنهادونه او دوزیر زراعت احکام موجود دی.
۹-کمال نا صر غو ښتل جه فارم جوړ شی اوتا وویل جه کمال ناص ۶ جریبه غصب کړی دا مطلق دروغ او اساس نه لری کمال نا صر هر ګز علمی او فرهنګی کلتوری مقدا ساتو ته احترام لری هغه ۶جریبه دددود خان دفرمان په اساس ده نه غصب(نوربیا)